World News in Pashto

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ۸ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د لوګر د پوهنې ریاست وايي، اته هغه ښوونځي چې د محمداغې ولسوالۍ په دهنو سیمه کې ځايي خلکو تړلي وو، بېرته پرانیستل شول.


د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب نن ازادي راډیو ته وویل، دا ښوونځي د پوهنې د ریاست د چارواکو او د سیمې د خلکو ترمنځ له تفاهم وروسته پرانیستل شوي دي.


دا ښوونځي چې شااوخوا دولس زره زده کوونکي په کې درس وايي، تېره اوونۍ د دهنو د کلي اوسېدونکو په سیمه کې د امنیتي پوستو پر جوړېدو د اعتراض په توګه تړلي وو.


د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي تېره اوونۍ د دې ښوونځیو له تړل کېدو وروسته ازادي راډیو ته ویلي وو چې د بېرته پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې دي.


 

Читайте на сайте