World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 15.06.2019

Pa.azadiradio.com 

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ۸ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شول

د لوګر د پوهنې ریاست وايي، اته هغه ښوونځي چې د محمداغې ولسوالۍ په دهنو سیمه کې ځايي خلکو تړلي وو، بېرته پرانیستل شول. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب نن ازادي راډیو ته وویل، دا ښوونځي د پوهنې د ریاست د چارواکو او د سیمې د خلکو ترمنځ له تفاهم وروسته پرانیستل شوي دي. دا ښوونځي چې شااوخوا دولس زره زده کوونکي په کې درس وايي، تېره اوونۍ د دهنو د کلي اوسېدونکو په سیمه کې د امنیتي پوستو پر جوړېدو د اعتراض په توګه تړلي وو. د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي تېره اوونۍ د دې ښوونځیو له تړل کېدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دوه کاله وروسته د کندهار خاکرېز ته د خلکو تګ راتګ پیل شو

تر دوه کلن ځنډ وروسته د کندهار خاکرېز ولسوالۍ ته د خلکو تګ راتګ پیل شوى دی. د کندهار چارواکي وايي، دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لويه لار يې تازه له وسله والو څخه پاکه کړې او اوس هلته چاڼيز عمليات روان دي. په ورته وخت کې د خاکریز اوسېدونکي وایي، پوره دوه کاله يې ولسوالي د طالبانو په معاصره کې وه او هلته ټول دولتي خدمتونه صفر شوي دي. ویدیو: صادق رښتینی اېډېټ:لېمه هادي

Mashaalradio.com 

محمد شهزاد ښه نه وو ځلېدلی: ګلبدین

د افغانستان د کرکټ لوبډلمشر ګلبدین نایب وایي، هېڅ څوک نه غواړي چې په نړیوال جام کې خپل ګډون له لاسه ورکړي. نوموړي د محمد شهزاد لرې کېدو په اړه هم خبرې کړې دي. تفصیل یې دې ویډیو کې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ افغان لوبډلمشر وایي چې شهزاد محمدي له مخکې هم ښه نه و ځلېدلی

لوبډلمشر ګلبدین نایب وایي، هېڅ څوک نه غواړي چې په نړیوال جام کې خپل ګډون له لاسه ورکړي. د شهزاد محمدي د لېرې کېدو په اړه نور جزیات په دغه ویډیویي راپور کې وګورئ چې واصل وصال چمتو کړی او ذکریا صفري اډېټ کړی.

Mashaalradio.com 

پاکستان له هنده نړيوال جام کې لوبه نه ده ګټلې

په انګلېنډ کې د کرکټ نړيوال کپ سيالۍ دوام لري. په دې سياليو کې د يکشنبې په ورځ د دوو روايتي سيالانو ((پاکستان او هند)) ترمنځ په مانچسټر ښار کې لوبه کېږي. د دواړو لوبډلو مينه وال دغه ښار ته د لوبې کتو لپاره ورغلي او په دې لړ کې يوه دستوره هم شوې.

Pa.azadiradio.com 

د اټمي تړون لاسلیک کوونکو هېوادونو ته د روحاني خبرداری!

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، که چېرې له دې هېواد سره د اټمي تړون لاسلیک کوونکې نور هېوادونه مثبتې نښې ونه ښيي، هېواد به یې د دې تړون په چوکاټ کې له ناچارۍ ځیني اقدامات وکړي او دې تړون ته له خپلو یو شمېر ژمنو به په شا شي. د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د اسیايي هېوادونو په سرمشریزه کې روحاني وویل، ایران پرېکړه کړې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ د پیاوړو هېوادونو سره به د لاسلیک شوې اټمي تړون ته د خپلو ځینو ژمنو عملي کېدل وځنډوي. نوموړي ونه ویل چې ایران له خپلو کومو ژمنو په شا کېږي او دا چې تهران څه ډول مثبتې نښې غواړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراقي ځواکونو ته د امریکايي ځواکونو د روزنې پر ځای بریدونه شوي

د عراق پوځ وايي، د بغداد په شمال کې د عراقي ځواکونو پر هغې پوځي هوايي اډې درې توغندي لګېدلي، چېرې چې امریکايي ځواکونه عراقي سرتېرو ته روزنه ورکوي. د عراق پوځ په یو بیان کې ویلي، د شنبې د ورځې په سهار دا بریدونه د بلاد په هوايي اډه کې د وړې اورلګېدنې سبب شوي، خو مرګ ژوبله نه لري. دا برید په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران تر منځ ترینګلتیا زیاته شوې ده. په ځانګړې توګه د جون د ۱۳مې نېټې له هغو بریدونو راوروسته چې هورمز تنګي ته نږدې د عُمان په خلیج کې پر دوو تېل وړونکو کېښتیو وشوې او امریکا یې پړه پر ایران واچوله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۲ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د بېلابېلو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۲ وسله وال وژلي دي. دفاع وزارت نن شنبه غرمه مهال په یوې خبرپاڼې کې وویل، د جمعې له ورځې راهېسې یې په څو ولایتونو کې لس تعرضي او چاڼیز عملیات کړي، یواتیا کومانډويي چاپې یې وهلي او د "ترهګرو" پر ځالو یې ۲۲ هوايي بریدونه کړي دي. د دې وزات د خبرپاڼې په وینا، د "د هلمند ولایت په موسی کلا، سنګین او مارجې ولسوالیو کې ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي" همدارنګه یې د زابل ولایت په شینکۍ او میزانې ولسوالیو کې هم د ۱۵ وسله والو د وژل کېدو او دوه تنو د نیول کېدو خبر ورکړی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست چارواکي: په موسی خېل ولسوالۍ کې تر شلو ډېر طالبان نیول شوي

افغان چارواکي په خوست کې وایي چې په موسی خېل ولسوالۍ کې یې تر شلو ډېر طالبان نیولي دي. د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "دا ډله چې تاسو ګورئ، د دوی یو مرکز د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري ونیول شو، هلته یوه اندازه وسلې او مهمات ونیول شول، ۲۳ کسان پکې ونیول شول چې یو یې پاکستانی دی او یو یې وینئ چې د ښځو په جامو کې دی." ښاغلي پټان زیاته کړه چې د عملیاتو پرمهال اووه طالبان چې مقاومت یې کاوه، ووژل شول او د دې عملیاتو پرمهال افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د مراجعينو وهل ډبول!

په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د مراجعينو وهل ډبول! دا وېډيو چې د ازادي راډیو د يوه مينه‌وال له‌خوا رالېږل شوې، ښيي چې يو شمېر د پوليسو منسوبين په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ځيني مراجعين وهي ډبوي. ظاهراً دا وېډيو تېره اوونۍ ثبت شوې ده. وړاندې له دې هم په ټولنيزو رسنيو کې په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته د مراجعينو د وهلو ډبولو وېډيو خپره شوه چې د خلکو غبرګونونه‌يې راوپارول.

Mashaalradio.com 

افغان ځواکونه وايي په خوست کې یې ګڼ وسله وال نیولي

د افغانستان د خوست چارواکي وايي، د ملي امنیت سرتېرو د یاد ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو له لارې د وسله والو طالبانو هغه ۲۳ کسیزه ډله ونیوله، چې غوښتل يې د یو ډله ییز برید له لارې دا ولسوالۍ ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې ۳۳۶ کيلوګرامه نشه‌يي مواد ونيول شول

په ننګرهار ولايت کې ۳۳۶ کيلوګرامه نشه‌يي مواد ونيول شول. د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل: "په لومړيو عملياتو کې د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ پولیسو وکړل، په نتيجه کې يې ۷۹ کيلوګرامه چرس او ۱۹ کيلوګرامه ترياک ونيول شول. په دوهمو عملياتو کې چې په روداتو ولسوالۍ کې د استخباراتي مديریت په همکارۍ وشول، په نتيجه کې يې ۲۳۸ کيلو ګرامه چرس ونيول شول. په پام کې وه چې دا چرس يوه ګاونډي ولايت ته قاچاق شي." د دې نشه‌يي... Читать дальше...