World News in Pashto

د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله کابل ته راځي

ټاکل شوې چې د افغانستان د شل کلونو کم عمره ځوانانو د فوټ‌سال لوبډله سبا کابل ته راستنه شي.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسول شفیع شاداب نن د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د فوټ‌سال افغان لوبغاړي به سبا سې شنبه  سهار د کابل په هوايي ډګر ښکته شي او د ښه راغلاست لپاره يې پراخه ترتیبات نیول شوي دي.


نوموړي وویل چې د ښه راغلاست په‌دې مراسمو کې به عام افغانان هم ګډون ولري.


د اسیا د فوټسال د اتلولي سیالۍ د اسیا د دولسو لوبدلو ترمنځ پیل شوې وې چې افغانستان يې دوهم مقام خپل کړ.


په پایلوبه کې افغانستان له جاپان سره مخامخ و چې یو د درې ګولونو په مقابل کې يې سیالۍ بایلوده.


افغانستان په نیمه پایلوبه کې اندونیزیا او منځ لوبو کې هانګ کانګ ماتې ورکړې وه.


دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیايي سیالیو کې دویم ځای ته رسېږي.


بل‌خوا د افغانستان د فوټ‌سال د ملي لوبډلې لوبغاړی مهدي نوروزي د ایران د فوټ‌سال په غوره لیګ سیالیو کې لوبیږي.


د افغانستان د فوتبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ښاغلي نوروزي د یو کال لپاره د ایران د فوټ‌سال په غوره‌لیګ سیالیو کې د مقاومت البرز په لوبډله کې لوبیږي.


یاده لوبډله د ایران د فوټ‌سال د غوره لیګ سیالیو ښه لوبډله بلل کېږي.

Читайте на сайте