World News in Pashto

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازو خبرې پيل شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې.


د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښيي چې په قطر کې به د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.


د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل، ټولو په دې توافق کړی چې د سولې د پروسې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې د دغو خبرو پیلول تأیید کړي.


له دې وړاندې طالب پلاوي او امریکايي استازو شپږ ځلې په خپلو کې خبرې کړې وې.

Читайте на сайте