World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 29.06.2019

Mashaalradio.com 

کندهار: نیول شوي وسله وال رسنیو ته وښودل شو

د افغانستان د کندهار والي حیات الله حیات د جون پر ۲۹مه خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو وسله والو کې د فرا لپاره د طالبانو څارنوال په خوست کې د دې ډلې یو مشر هم شامل دی. راپور: صادق ریښتینی ایډیت:هدایت سلطاني

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې ۴۱ وسله وال نيول شوي

په کندهار کې د وسله والو د شپږو جګپوړو کسانو په ګډون ۴۱ وسله وال نيول شوي چارواکي وایي، په نيول شویو وسله والو کې د فراه لپاره د طالبانو څارنوال او په خوست کې د دغې وسله والې ډلې يو ډلمشر شامل دي. ویډیو: صادق رښتینی اېډېټ: ذکریا صفري

Pa.azadiradio.com 

نازنین زاغري رادتکلف خپل غذايي اعتصاب پای ته ورساوه

نازنین زاغري رادتکلف د تهران په اوین زندان کې خپل غذايي اعتصاب پای ته ورساوه. د نوموړې مېړه این را ریچارډ رادتکلف نن بي بي سي ته وویل، دغه ایراني الاصله بریتانوۍ مېرمن د جون په پنځلسمه په غذايي اعتصاب لاس پورې کړی و. هغه له خپلې ماشومې لور سره د کورنۍ د ليدو لپاره ایران ته تللې وه. نوموړې په ۲۰۱۶ کال د اپرېل په میاشت کې په تهران کې نیول شوې، د ایراني حکومت پرضد د هڅو په تور نیول شوې وه او په پنځو کلونو حبس محکومه شوې وه، خو نوموړې دغه تورنه رد کړي.

Pa.azadiradio.com 

ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. ټرمپ او اردوغان نن د جي شل یا د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په ځنډه کې د جاپان په اوساکای ښار کې سره وکتل. د امریکا ولسمشر له خپل ترکي سیال سره د دې لپاره ملاقات وکړ چې نوموړی وهڅوي چې د روسیې د S-400 پرمختللي هوايي دفاعي سېستم له خریدارۍ لاس په سر شي. ټرمپ اردوغان ته ویلي، دا یوه ستونزمنه معامله ده او زیاته یې کړه چې دا ښه نه ده. واشنګټن ویلي، که چېرې ترکیه د روسیې د S-400 پرمختللي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو غړی وژلی

نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو جګپوړی غړی په ډزو وژلی دی. عوامي نېشنل ګوند پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې وسله والو د شنبې په ورځ د یاد ګوند د پېښور ضلعې مشر سرتاج خان وژلی دی. د پېښور د لیډي ریډېنګ روغتون ویاند عاصم ازادي راډیو ته په خبرو کې د سرتاج خان د مړینې پخلی کړی دی. وسله والو پر نوموړي دغه مرګونی برید د پېښور ښار په ګلبهار سیمه کې کړی دی. سرتاج خان د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی و چې د پېښور په تېرو  بلدیاتي انتخاباتو کې یې د ځايي کونسلر څوکۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالب استازو خبرې پيل شوې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي او طالب پلاوي ترمنځ اووم پړاو خبرې نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پيل شوې. د افغانستان د سولې عالي شورا تمه ښيي چې په قطر کې به د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ اووم پړاو خبرې بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي. د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل، ټولو په دې توافق کړی چې د سولې د پروسې مالکیت باید د افغانانو په لاس کې وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې د دغو خبرو پیلول تأیید کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په زابل کې د ملي اردو په یوه کمين کې ۴ وسله وال وژل شوي

د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي اردو په یوه کمين کې څلور وسله وال وژل شوي دي. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډيو ته وويل، دغه پېښه تېره شپه په دايچوپان ولسوالۍ کې شوې چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي دي. ده زیاته کړه: په دایچوپان ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوه کمین کې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. د یو بل خبر له مخې، تېره شپه د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې وسله والو د ملي پولیسو پر پوستو برید کړی. تراوسه د دغې پېښې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

Pa.azadiradio.com 

د فراه د سوداګرۍ خونه د هوايي دهلېز له لارې د مېوو انتقال غواړي

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هوايي دهلېز له لارې د مېوو د انتقال غوښتنه کوي. د دغې خونې د مدیره پلاوي مشر حاجي عسکر نن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: مونږ غواړو چې زمونږ مېوې د هوايي دهلېزونو له لارې بهر ته انتقال شي، اوس مهال انګور هم په پخېدو دي، خو مونږ سړې خونې نه لرو. نوموړي وویل، که چېري دا ستونزه هواره نه شي، راتلونکی کال به کروندګر کرنې ته زړه ښه نه کړي. خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ډاډ ورکړی چې دا ستونزه به هواره کړي.

Pa.azadiradio.com 

د کډوالۍ ستونزې او د صبرینې د زده کړو هڅې

له خپل کور او کلي بېځایه شوې صبرینې له ستونزو سره سره تازه تعلیم ته مخه کړې. نوموړې د یوې مرستندویې ټولنې په همکارۍ خپلې زده کړې پیل کړې دي. د ازادي راډيو خبریال عالم رحمانیار د صبرینې او یو شمېر نورو یتیمو ماشومانو پر ژوند او زده کړو راپور برابر کړی. اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ۲۴ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي چې په نهرین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۲۴ ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. د نهرین ولسوال فضل الدین مرادي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه تېره شپه د کهګدای په سیمه کې شوې ده. ښاغلی مرادي زیاتوي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پاڅوونکوونکي د طالبانو د محاصرې د ماتولو لپاره سیمې ته روان وو. تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر استازی شو

عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او په دې برخه کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی وټاکل شو. د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر د فرمان له مخې ښاغلي رحیمي د کابینې، ملي امنیت شورا، په کمېسیونونو او د عالي شوراګانو په ټولو غونډو کې د ټولو پخوانیو حقوقو او امتیازاتو په ساتنې سره ګډون کولای شي. عبدالسلام رحیمي له دې وړاندې د ولسمشر د دفتر رئیس و.

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل

د روسیې د تولون ښارګوټي سلګونه کسان هغه مهال د ارکوتسک سیمې ته ولېږدول شول چې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له څلور سوو زیات کسان لېږدول شوي دي. تاس دولتي خبري اژانس د مسکو د چارواکو په نقل راپور ورکړی چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸۰۰ کسان متاثر شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

نیمروز کې نږدې ۶۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

په نیمروز ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د لومړیو عملیاتو په نتیجه کې چې د سرطان د میاشتې پر درېیمه نېټه د زرنج ښار په سردشت سیمه کې وشول، ۲۴ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول. په دوهمو عملیاتو کې چې په زرنج ښار کې وشول، د نشه‌يي موادو ۱۱ خرڅوونکي له ۳۵ کیلو ګرامه کېمیاوي موادو، درې کیلو ګرامو چرسو، یو کیلو ګرام هیروئینو او شل ګرامه ښیښې سره ونیول شول.