World News in Pashto

عراق: نړیواله ټولنه دې د بیارغونې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي

د عراق صدراعظم وايي، هغه وخت رارسېدلی چې د داعش له ماتې وروسته نړیواله ټولنه د دې هېواد د بیارغونې په برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي.


عادل عبدالمهدي د شنبې په ورځ په بغداد کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له یو پلاوي سره په لیدنه کې په‌دې اړه خبرې وکړې.


دې هییت همدارنګه د عراق له ولسمشر برهم صالح سره هم لیدلي دي.


صالح د امنیت د شورا پلاوي ته ویلي، هېواد یې غواړي د لویو نړیوالو مسئلو په هواري کې مؤثر رول ولوبوي او مختلف او په عین حال مخالف لوري خبرو اترو ته وهڅوي.


بغداد تر اوسه څو ځلي هڅه کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.


د امنیت د شورا له پلاوي سره په لیدنه کې د عراق صدراعظم هم ویلي چې د داعش د وسله‌والې ډلې پرضد جګړه کې باید د ده  هېواد قربانۍ له پامه ونه غورځول شي او باید د عراق بیا رغوونه کې مرسته وشي.


د داعش د وسله‌والې ډلې پر ضد جګړو کې په عراق کې ډېرې ویجاړۍ رامنځ ته شوې دي.


نړیوالو تمویلوونکو تېرکال له عراق سره د ۳۰ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه، خو متخصصان او حکومتي چارواکي وايي، د دې هېواد د بیارغونې لپاره اتیا میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

Читайте на сайте