World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 30.06.2019

Mashaalradio.com 

افغانستان کې د ګوزڼ ناروغان مخ په زياتېدو دي

افغان چارواکي وايي، د تېرو کلونو په پرتله په افغانستان کې د ګوزڼ د ناروغاتو شمېر زيات شوی دی. دوی زياتوي چې اوسمهال تر يو مليون زيات ماشومان د پوليو له واکسينه بې برخي دي.

Mashaalradio.com 

ناټو: تر سېپټېمبره سولې ته د رسېدو لپاره وخت کم دی

​د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نېکلاس کې هیله لري تر سېپټېمبره د سولې هوکړه وشي، خو تر هغې وخت کم دی. تر دې مخکې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي ول چې هیله لري د سېپټېمبر میاشتې تر پیله له طالبانو سره د سولې هوکړه وروستۍ شي. له کې سره مصطفا صدیقي په برسلز کې خبرې کړي.

Pa.azadiradio.com 

ناټو: تر سپټمبر میاشتې سولې ته د رسېدو لپاره وخت کم دی

​د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکلاس کې هیله لري تر سپټمبره د سولې هوکړه وشي، خو تر هغې وخت کم دی. وړاندې له دې مایک پامپیو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې هیله لري د سپټمبر میاشتې تر پیله له طالبانو سره د سولې هوکړه وروستۍ شي. له ښاغلي کې سره مصطفی صدیقي په بروکسل کې خبرې کړي.

Pa.azadiradio.com 

یوناما: سوله او ټاکنې بايد يو او بل اغېزمن نه کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يوناما وايي، د جمهوري رياست راروانې ټاکنې او د سولې د يوه ابتدايي چوکاټ رامنځته کول د ملګرو ملتونو لپاره مهم لومړيتوبونه دي. يوناما نن په خپله اعلاميه کې د دې ادارې د مشر تاداميچي ياماموتو په حواله ويلي چې دغه دواړه بهيرونه بايد يو او بل اغېزمن يا ټکني نه کړي. د يوناما مشر ويلي چې ملګري ملتونه به په دغو دواړو برخو کې خپلې بشپړې همکارۍ ته دوام ورکړي. په اعلاميه کې راغلي: افغانستان له ټاکنو وروسته د بحران دوام نه شي زغملاى. يوناما دا اندېښنې په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د نړيوال جام د سياليو په لړ کې انګلستان د هندوستان په وړاندې

د کرکټ د ٢٠١٩ میلادي کال د نړيوال جام د سياليو په لړ کې انګلستان هندوستان ته د ۳۳۸ منډو هدف وټاکه. د لوبې پچه يا ټاس انګلستان وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه يې وکړه. انګلستان وتوانېد چې په ٥٠ اوورنو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو سره دغه منډې وکړي. په انګلستان او وېلز کې د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان له افغانستان څخه پرونۍ مسابقه په درېیو ويکټو وګټله. د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټولو ۵۰ اوورنو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۷ منډې وکړي او پاکستان ته یې د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار امنیه قوماندان: په معروف کې ۱۱ سرتېري او ۲۱ طالبان وژل شوي

د کندهار امنیه قوماندان وايي، د معروف ولسوالۍ په جګړه کې ۱۱ امنیتي سرتېري او د څلورو ځان وژونکو په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندان تادین خان په وینا، وسله والو طالبانو لومړی د چاودېدونکو توکو ډک د څلورو هاموی ټانګونو په وسیله د ولسوالۍ پر ودانۍ چاودنې کړي او وروسته جګړه رامنځته شوې ده. وسله والو طالبانو په یوه خپاره کړي بیان کې د معروف ولسوالۍ د سقوط او د ۵۷ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده. د تادین خان په خبره چې په دغه نښته کې ۲۷ امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په البانيا کې نن خلک د ښارواليو په انتخاباتو کې خپلې رأيې کاروي

په البانيا کې نن خلک د ښارواليو په انتخاباتو کې خپلې رأيې کاروي. دا په داسې حال کې ده چې د واکمن او اپوزيسيون ګوندونو ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى. د البانيا د صدراعظم او ولسمشر ترمنځ هم کشمکش روان دى. د اپوزيسيون عمده ګوندونو د نن ورځې انتخابات بايکاټ کړي او د صدراعظم ايدي راما په رهبرۍ يې سوسيالست حکومت په تېرو انتخاباتو کې په درغلۍ او اداري فساد تورن کړى دى. راما او حکومت يې دغه ادعاوې رد کړي او د ولسمشر د غوښتنې برخلاف يې د انتخاباتو پر ترسره کېدو ټينګار کړى دى. ولسمشر ايلير ميتا ويلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: طالبانو کندهار کې د انتخاباتو کمېسيون ٨ کارکوونکي وژلي

وسله‌والو طالبانو په کندهار کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ٨ کارکوونکي وژلي دي. چارواکي وايي، دغه کارکوونکي تېره شپه د معروف ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه وژل شوي دي. دغه کارکوونکي معروف ته د تقويتي نوم‌لېکنې پروسې لپاره ورغلي وو چې پر ولسوالۍ حمله وشوه. د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې يوازې پر ولسوالۍ د حملې خبر تأييد کړ:"هلته د دولت وسله‌والو مخالفانو حمله کړې ده. جګړه شوې ده. تر اوسه دقيق معلومات نه شته چې مرګ ژوبله کوم لوري ته اوښتې ده." خو قاري يوسف احمدي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست چارواکي: د ګربزو ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان ووژل شو

د خوست چارواکي وايي، د ګربزو ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان قدیرالله د ګربزو د اوسني ولسوال عبدالحی ځاځي له کورنۍ سره په یوه شخصي شخړه کې ووژل شو. په‌دې شخړه کې چې نن شوې ده، د پخواني امنيه قوماندان یو ساتونکی ټپي شوی دی. د خوست امنیتي چارواکو پېښه تائيد کړې خو ویلي یې دي چې وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

Pa.azadiradio.com 

تخار کې د ۲ اوونيو د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې‌ځايه شوي

په تخار کې د دوو اوونيو د جګړو له کبله زرګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي. دغه کورنۍ په نمک اب، اشکمش او بهارک ولسواليو کې د جګړو له کبله بې‌ځايه شوي دي. والي عبدالحى شفق ازادي راډيو ته وويل، څه باندې ٣٠٠٠ کورنۍ له يوازې له بهارک ولسوالۍ بې ځايه شوي دي:"څه باندې ٣٠٠٠ کورنۍ له بهارک راغلي، موږ ورته کمپ برابر کړى دى. روغتيا رياست، سرې مياشتې او نورو ادارو هلته فعالې ډلې ګمارلي، ډاکټران يې فعال کړي، دارو-درمل يې وروړي، خېمې او نور مواد يې وربرابر کړي دي." په تخار کې ډېرې بېځايه شوې کورنۍ د مرکز تالقان په بېلابېلو برخو کې شپې ورځې سبا کوي.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ او کېم جونګ اون په سمبوليک ډول روغبړ وکړ

د امریکا د متحدو ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره په غيرنظامي ساحه کې چې دواړه کورياګانې سره جلا کوي، په سمبوليک ډول روغبړ وکړ. دواړه مشرانو نن پر دې غيرنظامي کرښه لاسونه سره ورکړل، وروسته ولسمشر ټرمپ د لنډې شېبې لپاره د شمالي کوريا قلمرو ته داخل شو. ټرمپ د امريکا لومړى برحاله ولسمشر دى چې داسې يو اقدام کوي. دواړو مشرانو بيا لاسونه سره ورکړل او دا وار دواړو په ګډه د جنوبي کوريا خاورې ته ګام کېښود چې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه اېن هم ورسره ملګرى شو. ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو سياسي دفتر: قطر کې دواړه لوري د «محسوسو نتيجو» تمه لري

په قطر کې د امريکا د متحدو ايالاتونو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکرو اووم پړاو روان دى. د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او طالبانو پرون دا مذاکرې پيل کړې دي. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن رسنيو ته وويل چې په دوحه کې د مذاکرو دغه پړاو «مهم» دى. سهيل شاهين ويلي، دواړه لوري د «محسوسو نتيجو» تمه لري. د طالبانو د مرکچي ټيم مشري ملا عبدالغني برادر کوي. د مذاکرو له شپږو پړاوونو وروسته هم وسله‌والو طالبانو له افغان حکومت سره مستقيمو مذاکرو ته غاړه نه‌ده ايښې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: دوو اوونیو کې تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي

د افغانستان د صنایعو او صاداراتو د پراختیا اداره وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د هوايي دهلېزونو له لارې تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادر شي. د دغې ادارې رئیس مېر زمان پوپل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا میوه به اروپايي هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته د هوايي دهلېزونو له لارې صادرېږي. نوموړي دغه شان وویل، ټاکل شوې زر ټنه هندواڼه هم د ځمکې له لارې اذربایجان هېواد ته صادره شي:"ټاکل شوې چې تر راتلونکي یوې یا دوو اونیو پورې موږ هندواڼې او نوره تازه میوه هم بهر ته صادر کړو،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کاپیسا: د غنمو، ګیلاسو او شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات شوي

د کاپیسا ولایت د کرنې رئیس وايي چې د دغه ولایت د غنمو، ګیلاسو او شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات شوي دي. همایون حبیب نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو که څه هم د دغه زیاتوالي سلنه مشخصه نه‌کړه، خو د لامل په اړه یې وویل چې سم مدیریت او پرله‌پسې ورښتونه یې عمده لاملونه دي. نوموړي وویل چې په‌دغه ولایت کې د زعفرانو د کر لپاره هم په کروندګرو د زعفرانو پیاز ویشل شوي دي. د ښاغلي حبیب په خبره د زعفرانو کر د دغه ولایت د کروندګرو په اقتصاد کې د پام وړ مثبت رول لوبولی دی.

Pa.azadiradio.com 

په خوست ښار کې چاودنه شوې

نن د یکشنبې په ورځ غرمه مهال د خوست ښار د فیض محمدخان لوګري په څلوري کې چاودنه شوې چې لږ تر لږه یو ټرافیک په کې ټپي شوی دی. د خوست د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې او یو ترافیک په‌کې ټپي شوی دی. بل لوري ته د پېښې عیني شاهدان وايي چې په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنوبي کوریا ته رسیدلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنوبي کوریا ته رسیدلی او ټاکل شوې ده چې د شمالي کوریا سره د دې هېواد غیرې پوځي سرحدي سیمه ته هم ورشي. ټرمپ همدارنګه د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون څخه غوښتي چې په دې سیمه کې دې له ده سره لنډه لیدنه وکړي. له ټرمپ څخه نن وپوښتل شول چې ایا چمتو دی له کېم سره وګوري؟ نوموړې په ځواب کې وویل، وبه لیدل شي، ځکه د شمالي کوریا مشر د لیدنې لپاره ډېر لېوال دی. د امریکا او شمالي کوریا مشرانو تر اوسه دوه ځلي خپلو کې لیدلي دي. د لومړي ځل لپاره یې د تېرکال په جنورۍ میاشت کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق: نړیواله ټولنه دې د بیارغونې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي

د عراق صدراعظم وايي، هغه وخت رارسېدلی چې د داعش له ماتې وروسته نړیواله ټولنه د دې هېواد د بیارغونې په برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي. عادل عبدالمهدي د شنبې په ورځ په بغداد کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له یو پلاوي سره په لیدنه کې په‌دې اړه خبرې وکړې. دې هییت همدارنګه د عراق له ولسمشر برهم صالح سره هم لیدلي دي. صالح د امنیت د شورا پلاوي ته ویلي، هېواد یې غواړي د لویو نړیوالو مسئلو په هواري کې مؤثر رول ولوبوي او مختلف او په عین حال مخالف لوري خبرو اترو ته وهڅوي. بغداد تر اوسه څو ځلي هڅه کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.