World News in Pashto

د ایت‌الله اصف محسني مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د شیعه‌ګانو د لوی مذهبي مشر ایت‌الله اصف محسني مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.


هغه له یوه کال راهیسې ناروغ و او پرون‌یې د اګسټ په ۵مه ساه ورکړه.


ایت‌الله اصف محسني ۸۴ کلن و او په افغانستان کې د شیعه مذهبي عالمانو د شورا مشري یې هم کوله.


محسني پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې د "حرکت اسلامي افغانستان" په نوم د مجاهدینو د یوه ګوند مشر و. هغه په وروستیو څو کلونو کې په دیني تحقیق او لیکنو بوخت و.


محسني مکرراً په افغانستان کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او مخالفت پر ضد خبرې کولې.

Читайте на сайте