World News in Pashto
Август
2019

Новости за 06.08.2019

Pa.azadiradio.com 

د ايت‌الله محسني جنازه خاورو ته وسپارل شوه

ايت‌الله محسني چې د دوشنبې په شپه د ناروغۍ له امله مړ شو نن د کابل په خاتم‌النبيين جومات کې خاورو ته وسپارل شو. مينه‌والو او پلويانو يې ورته اوښکې تویې کړې. د ازادي راډیو خبریال تميم اخګر د ښاغلي محسني د جنازې مراسمو ته تللی او وېډيويي راپور يې چمتو کړی.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

د افغانستان د سولې خبرو ته په نړیواله کچه هیلې پیدا شوې او طالبان وایي چې له افغانستانه یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې اختلافات حل شوې دي. د دې ترڅنګ مو د ایران د ولسمشر له اندیښنو خبرو او داسې موټر به دلته وګورئ چې الوځي.

Pa.azadiradio.com 

د ایت‌الله اصف محسني مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د شیعه‌ګانو د لوی مذهبي مشر ایت‌الله اصف محسني مړی په کابل کې خاورو ته وسپارل شو. هغه له یوه کال راهیسې ناروغ و او پرون‌یې د اګسټ په ۵مه ساه ورکړه. ایت‌الله اصف محسني ۸۴ کلن و او په افغانستان کې د شیعه مذهبي عالمانو د شورا مشري یې هم کوله. محسني پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل په کلونو کې د "حرکت اسلامي افغانستان" په نوم د مجاهدینو د یوه ګوند مشر و. هغه په وروستیو څو کلونو کې په دیني تحقیق او لیکنو بوخت و. محسني مکرراً په افغانستان کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او مخالفت پر ضد خبرې کولې.

Pa.azadiradio.com 

حسن روحاني: له ایران سره جګړه به د ټولو جګړو مور وي

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د اګسټ په شپږمه وویل چې تهران له امریکا سره خبرې غوره ګڼي، خو که امریکا پر ایران لګولي بندیزونه لیرې کړي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو له اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې شوې وه، د وتلو اعلان وکړ. په موافقه کې ویل شوي وو چې ایران به د نړیوالو د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي. خو له کله راهیسې چې امریکا له موافقې وتلې، د ایران او غربي هېوادونو ترمنځ روابط د خرابېدو پر لور تللي دي. د ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د بشري حقونو ۱۴ مدافعانو له خامنه‌اي د استعفا غوښتنه کړې

په ایران کې د بشري حقونو ۱۴ مدافعانو د هغه هېواد پر ستر مذهبي مشر، ایت‌الله علي خامنه‌اي غږ کړی چې استعفا وکړي. هغوی چې دننه په ایران کې او له هغه هېواده بهر اوسېږي، همداراز د داسې نوي اساسي قانون د جوړېدو غوښتنه کړې چې ښځو او نارینه‌وو ته مساوي حق ورکړي. د ۱۴ ایراني فعالانو په ګډ بیان کې چې پرون، د اګسټ په پنځمه‌یې پر انټرنټ خپور کړی، ویلي چې په ایران کې په وروستیو څلورو لسیزو کې استبداد د جنسي اپراتاید یا جنسیتي تبعیض ته داسې زمینه برابره کړې چې د ټولنې د وګړو پر نیمايي برخه، یعنې ښځو یې چلیپا ایستلې ده. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو ګواښ ته د افغان ولسمشر ځواب

د ولسمشرۍ انتخاباتي ټیمونه د طالبانو ګواښ بابیزه بولي او وايي چې افغان ولس د خپل راتلونکي په اړه له هېچا وېره نه‌ لري او د پخوا په څېر به یو ځل بیا په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

Pa.azadiradio.com 

شېخ محمد اصف محسني څوک و؟

نوموړي خپلې لومړنۍ زده‌کړې په کندهار کې پیل کړې او وروسته په ۱۳۲۷ لمریز کال کې له خپل پلار سره پاکستان ته ولاړ او خپلو زده‌کړو ته‌یې دوام ورکړ.

Pa.azadiradio.com 

په فاریاب کې بې‌سرپرسته ماشومان په بې‌برخلیکۍ کې

د دولتي روزنتونونو نشتوالی د فاریاب ولایت بې‌سرپرسته ماشومانو ته یوه لویه ستونزه ده. اکرام کرم د بې‌سرپرسته ماشوم حسیب‌الله د ژوند یوه برخه په دغه راپور کې را اخیستې. وېډیو: اکرام کرم اېډېټ: شفیع کریمي

Pa.azadiradio.com 

بد اقتصادي وضعیت د اتلولۍ مخه نیولې

هغه انجونې او هلکان چې د جوجیستو ورزش کوي د بد اقتصادي وضعیت او د حکومت د نه‌همکارۍ له امله له اتلولې پاتې دي. لېمې هادي د یوې ورزشکارې د ژوند یوه برخه په دغه راپور کې را اخیستې.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو ګواښ، د ولسمشر ځواب

طالبانو په دغې اعلامیه کې په عامو افغانانو غږ کړی چې په کمپایني غونډو او دغه پروسه کې له ګډون نه ډډه وکړي، څو په حملو کې ورته زیان ونه‌رسېږي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د نوي خبرداري په اړه د افغانستان د ټاکنو کمېسیون غوښتنه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وسله‌والو طالبانو د نوي خبرداري په وړاندې په غبرګون کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کاندیدانو، د رأی ورکوونکو او د انتخاباتو د کار کوونکو امنیت ونیسي. د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه نېټه دي. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند، میرزا محمد حقپرست نن د اګسټ په شپږمه، ازادي راډیو ته وویل چې د دې ډموکراتیکې پروسې امنیت ټینګول د حکومت مسؤلیت دی. وسله‌والو طالبانو په یوه تازه بیان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د تخریب خبرداری ورکړی دی. هغوی خلکو ته ویلي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مراکش کې د خرو ښکلا سیالۍ

د مراکش په کلنۍ مېله کې د خرو ښکلا او ځغل سیالي وشوه. ویډیو: اسوشیېټېډ پرېس ایډیت او ژباړه: انیسه اجمل

Pa.azadiradio.com 

سټولټنبرګ: د کریميا اشغال د سترو قدرتونو ترمنځ د زیاتېدونکي رقابت نتیجه وه

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ویلي چې د روسیې له‌خوا د کریميا اشغال د سترو قدرتونو ترمنځ د زیاتېدونکي رقابت نتیجه وه. روسیې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په زور دا سیمه له اوکراینه جلا او د خپلې خاورې برخه اعلان کړه. سټولټنبرګ نن د اګسټ په شپږمه، د نوي زیلند په ویکټوریا پوهنتون کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې دا خبرې کړې دي. هغه ویلي چې ناټو تړون د سترو نړیوالو قدرتونو د رقابت، ترورېزم او انټرنټي امنیت په اړه له ستونزو سره مخامخ ده. هغه په ځانګړي ډول چین او روسیه ډېر زور ځواکي بللي دي. سټولټنبرګ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د قربانۍ غویی په شپږ نیمه لکه روپۍ

لوی اختر رارسېدلی او ګڼو خلکو د قربانۍ مال اخیستو لپاره د څارویو منډۍ ته مخه کړې. یو داسې غویی هم منډۍ ته راوړل شوی چې قیمت یې شپږ نیم لکه روپۍ دی. ځېنې خلک وايي، څاروي دومره ګران دي چې اخیستای یې نشي. په پېښور کې د څارویو تر ټولو لوی منډۍ پر رینګ روډ ده چې زموږ همکار ځلاند يوسفزی دغلته ورغلي او دا ویډیويي رپورټ یې کښلی.

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا بیا دوه راکټونه وازمویل

شمالي کوریا نن سهار بیا دوه راکټونه ازمویلي دي. ویل کېږي چې دا راکټونه د جَنوبي کوریا او امریکا متحده ایالاتو د ګډو پوځي تمرینونو په غبرګون توغول شوي. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند چې نوم‌یې نه‌دی معلوم ویلي د امریکا او جَنوبي کوریا تمرینونو دوی اړ کړل چې د ملي دفاع د یوه حیاتي عنصر په توګه راکټونه جوړ او وازمويي. د جَنوبي کوریا لوی درستیز ویلي چې د شمالي کوریا دا راکټونه د دغه هېواد له لوېدیځو ساحلونو توغول شوي او په ختیځو اوبو کې لوېدلي. دا له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر... Читать дальше...