World News in Pashto

د طالبانو د نوي خبرداري په اړه د افغانستان د ټاکنو کمېسیون غوښتنه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وسله‌والو طالبانو د نوي خبرداري په وړاندې په غبرګون کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د کاندیدانو، د رأی ورکوونکو او د انتخاباتو د کار کوونکو امنیت ونیسي.


د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه نېټه دي.


د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند، میرزا محمد حقپرست نن د اګسټ په شپږمه، ازادي راډیو ته وویل چې د دې ډموکراتیکې پروسې امنیت ټینګول د حکومت مسؤلیت دی.


وسله‌والو طالبانو په یوه تازه بیان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو د تخریب خبرداری ورکړی دی.


هغوی خلکو ته ویلي چې که غواړي په حملو کې زیان ورته ونه‌رسېږي، له انتخاباتي کمپاینونو او مرکزونو دې لیرې ګرځي.


په همدې حال کې، د افغانستان حکومت نن په دې اړه په غبرګون کې ویلي چې رأیه ورکول او د ولسمشر ټاکل د افغانانو قانوني او شرعي حق دی او امنیتي ځواکونه د انتخاباتو د امنیت ټینګولو ته ښه تیار دي.


په اعلامیه کې همداراز له وسله‌والو طالبانو غوښتنه شوې چې د سولې نیت دې یوازې په شعارونو او خبرو کې نه، بلکې په عمل کې هم څرګند کړي.


د ارګ اعلامیه په دې ختمه شوې چې، "افغانان به دا وار هم د رأیو مرکزونو ته ولاړ شي او د افغانستان د دښمنانو مخ به ورتور کړي."

Читайте на сайте