World News in Pashto

د پاکستان سیاسي مخالفه مریم نواز نیول شوې

د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د دغه هېواد سیاسي مخالفه مریم نواز نیولې ده.


پاکستاني چارواکو او د مېرمن نواز د ګوند ویاندې دا خبر تأیید کړی دی.


مریم نواز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مرستیاله ده او نن داسې مهال نیول شوې چې د خپل بندي پلار نواز شریف چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی صدراعظم دی، د لیدو لپاره لاهور ته تللې وه.


د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب وايي چې تر اوسه د هغې د نیول کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.


د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې مریم نواز د چوهدري شوګر میلز په نوم د قند د یوې کارخانې د سوداګریزو معاملو د یوې د مشکوکې قضیې په تړاو نیول شوې ده.


مریم نواز د دغې کارخانې یوه عمده سهم لرونکې ده. 


نواز شریف اوس مهال په خپله د فساد په تور دا مهال د اووه کلن حبس موده تېروي.


 

Читайте на сайте