World News in Pashto
Август
2019

Новости за 08.08.2019

Pa.azadiradio.com 

نبیل: سوله زمونږ لومړیتوب دی، خو د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد په هڅو ډېر باور نه لرم

نوماند رحمت الله نبیل وایي، د سولې په خبرو اترو کې تر ډېره افغان حکومت څنډې ته کړای شوی دی. دی په انتخاباتي مبارزو کې تر ټولو لوی رقیب د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت ساز انتخاباتي ټیم یادوي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په واشنګتن کې افغان سفیره رویا رحماني وایي د طالبانو مرګوني بریدونه د سولې خبرې کمزورې کوي. پاکستان ګواښ کړی چې له هند سره ډپلوماټیکې اړیکې کموي او تجارت ورسره ځنډوي. او د کعبې شریفې د پوښ په اړه ځانګړی لنډ راپور هم لیدلی شئ. د نړۍ دا مهم خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

محمد اشرف غني: لومړی ټاکنې، بیا سوله!

د وسله والو طالبانو د مشر له اختریز پيغام وروسته چې په سوله په کې ټینګار شوی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې اول باید ټاکنې وشي او وروسته دې د سولې په اړه تصمیم ونیول شي.

Mashaalradio.com 

د کوټې وکیلان د اتم اګست ناورین لمانځي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د ۲۰۱۶ز کال د اګست اتمې د وژل شویو وکیلانو په ویر کې په دغه صوبه او غونډ ملک کې وکیلانو کاربندیز کړی دی. په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو اېډېټ: هدایت سلطاني

Mashaalradio.com 

مریم نواز د زنداني پلار د لیدو مهال ګرفتار

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په قامي اسمبلۍ کې غونډې ته په وینا کې وویل، د مریم نواز ګرفتاري په څېر اقدامات به پخواني پوځي واکمن ضیاالحق کول.

Pa.azadiradio.com 

د معلولینو د کرکټ افغان لوبډله نن د هندوستان پر وړاندې لوبېږي

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د معلولینو په نړیوال سیریز کې له پرله پسې درېيو بریاوو وروسته نن د خپل څلورم سیال هندوستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي. دغه لوبه د افغانستان په وخت نن مازیګر په شپږ نیمو بجو په انګلستان کې کېږي. له دې وړاندې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په ۸ ویکټو، په دوهمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو او په درېیمه لوبه کې کوربه انګلستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړي دي. بل خوا ټاکل شوې چې د سید جمال الدین افغان ایلیټ کپ لومړۍ درجه ولایتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې دوو بمي چاودنو نهه کسان ټپيان کړل

په خوست کې دوو بمي چاودنو نهه کسان ټپيان کړل. د خوست د امنیې قوماندانۍ د رسنیو مسؤل عادل حیدر ازادي راډیو ته وویل چې لومړۍ پېښه نن سهار شااوخوا لس بجې د دې ښار سپین جومات ته څېرمه پر یوه سراچه ډوله موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله وشوه چې اووه کسان پکې ټپیان شول. د ښاغلي حیدر په خبره، ټول ټپیان ملکي وګړي دي. تر دې یو ساعت وروسته په یوه بله سیمه کې د پولیسو پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه چې دوه پولیس پکې ټپیان شوي دي. د دې پېښو مسؤلیت چا نه دی اخيستی.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان سیاسي مخالفه مریم نواز نیول شوې

د پاکستان د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې د دغه هېواد سیاسي مخالفه مریم نواز نیولې ده. پاکستاني چارواکو او د مېرمن نواز د ګوند ویاندې دا خبر تأیید کړی دی. مریم نواز د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مرستیاله ده او نن داسې مهال نیول شوې چې د خپل بندي پلار نواز شریف چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی صدراعظم دی، د لیدو لپاره لاهور ته تللې وه. د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند ویانده مریم اورنګزیب وايي چې تر اوسه د هغې د نیول کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ورته ویل شوي. د پاکستان د فساد پر وړاندې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان امریکا ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی

امنسټي انټر نېشنل یا د بښنې نړیوال سازمان د امریکا متحده ایالاتو ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی. دا خبرداری په امریکا کې د هغو بریدونو وروسته شوی چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته. د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیې کې له ټولو هغو کسانو چې امریکا ته سفر کوي، غوښتنه شوې چې له احتیاطه کار واخلي. تېره اوونۍ د امریکا په کلفورنیا، تګزاس او اوهایو کې په وسله والو بریدونو کې ۳۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲ برمته شویو استادانو ازادي غواړي

د افغانستان امریکايي پوهنتون یو ځل بیا د دغه پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنيو استادانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د دغه پوهنتون د ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې استادان او تعلیمي بنسټونه باید د جګړې د ښکېلو اړخونو له خوا په هېڅ صورت هدف ونه ګرځول شي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغو دوو استادانو هر يو کیوین کېنګ او تیموتي جان وېکس په برمته ساتلو سره وسله والې ډلې هېڅ هم نشي ترلاسه کولای. د افغانستان امریکایي پوهنتون دغه دوه استادان د وسله‌ والو طالبانو له‌ خوا د ۲۰۱۶ میلادي کال د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بهرنیو ځواکونو په پروان کې پر یوه ټانکر ډزې کړي او چلوونکی یې وژلی

بهرنیو ځواکونو په پروان ولایت کې د تېلو پر یوه ټانکر ډزې کړي، ټانکر اور اخستی او چلوونکی یې وژل شوی دی. د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرقیب کوهستاني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د بګرام ولسوالۍ په پنج قلعه کلي کې شوې ده. د ښاغلي کوهستاني په خبره، په بګرام هوایې ډګر کې دېره بهرنیو ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې د تېلو ټانکر غوښتل د دوی له کاروانه مخکې ولاړ شي او د دې ځواکونو له خوا د درېدو غوښتنې ته یې پام ونه کړ. د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

هبت الله: امریکا د سولې د یوه احتمالي توافق په اړه شکونه راپورته کړي

د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله ویلي چې امریکا د افغانستان د سولې د هغه احتمالي توافق په اړه شکونه راپورته کړي دي چې له مخې به یې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او په دې هېواد کې اوږد مهاله جګړه پای ته رسولی شي. ملا هبت الله د پنجشنبې په ورځ د اختریز پیغام په خپرولو سره دا څرګندونې کړي دي. دا پیغام یوه ورځ وروسته له هغه خپور شوی چې په کابل کې د طالبانو په یوه خونړي برید کې نږدې ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ډېری یې ملکي وګړي دي. افغان حکومت ویلي، دغه برید د طالبانو له لوري د سولې په ژمنو کې پوښتنې راپورته کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوکراین او ترکیه په خپلو کې د ازادې سوداګرۍ پر یوه توافق غور کوي

اوکراین او ترکیه په خپلو کې د ازادې سوداګرۍ پر یوه داسې توافق غور کوي چې د دواړو خواوو سوداګري دوه برابره یعنې په کال کې ۱۰ میلیاردو ډالرو ته ډېرولی شي. دا خبره د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر پر ویبپاڼه خپور شوی دی. خبرپاڼې دا خبره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان له قوله کړې چې د اګست په ۷ نېټه یې په انقره کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې کړې ده. ښاغلي زیلینسکي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې څه باندې ۴ میلیارده ډالره وه. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګلاجان احمدزی د بدن ښکلا په برخه کې د هېواد په کچه غوره لوبغاړی شو

ګلاجان احمدزي د بدن ښکلا په برخه کې د افغانستان په کچه د غوره لوبغاړي يا مسټر افغانستان لقب خپل کړ. د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې ټاکنیزې او د هېواد په کچه د غوره باډي بلډر ټاکلو سیالۍ له ۲۲ ولایتونو څخه د ۳۷۱ لوبغاړو ترمنځ په کابل کې وشوې. ښاغلی پیمان وايي، دغه سیالۍ په ۹ کټګوریو کې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ګلاجان احمدزی وتوانېد چې تر نورو لوبغاړو زیاتې نمرې واخلي او د افغانستان په کچه د ۲۰۱۹ کال غوره لوبغاړی شي. Читать дальше...