World News in Pashto

د افغانستان امریکايي پوهنتون د ۲ برمته شویو استادانو ازادي غواړي

د افغانستان امریکايي پوهنتون یو ځل بیا د دغه پوهنتون د دوو برمته شویو بهرنيو استادانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.


د دغه پوهنتون د ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې استادان او تعلیمي بنسټونه باید د جګړې د ښکېلو اړخونو له خوا په هېڅ صورت هدف ونه ګرځول شي.


په اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغو دوو استادانو هر يو کیوین کېنګ او تیموتي جان وېکس په برمته ساتلو سره وسله والې ډلې هېڅ هم نشي ترلاسه کولای.


د افغانستان امریکایي پوهنتون دغه دوه استادان د وسله‌ والو طالبانو له‌ خوا د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست په ۷مه د کابل له دارالامان سیمې وتښتول شول، خو د درېیو کلونو له تېرېدو وروسته لا هم په دغه قضیه کې کوم پرمختګ نه‌ دی شوی.


دا په داسې حال کې ده چې د وسله والو طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله د اختر په مناسبت پیغام کې د دغې ډلې له جنګیالیو غوښتي چې د اختر په ورځو کې د خلکو نیمکرغۍ او خوندیتوب ته پام وکړي.


 

Читайте на сайте