World News in Pashto

بهرنیو ځواکونو په پروان کې پر یوه ټانکر ډزې کړي او چلوونکی یې وژلی

بهرنیو ځواکونو په پروان ولایت کې د تېلو پر یوه ټانکر ډزې کړي، ټانکر اور اخستی او چلوونکی یې وژل شوی دی.


د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالرقیب کوهستاني ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه د بګرام ولسوالۍ په پنج قلعه کلي کې شوې ده.


د ښاغلي کوهستاني په خبره، په بګرام هوایې ډګر کې دېره بهرنیو ځواکونو هغه مهال ډزې وکړې چې د تېلو ټانکر غوښتل د دوی له کاروانه مخکې ولاړ شي او د دې ځواکونو له خوا د درېدو غوښتنې ته یې پام ونه کړ.


د غوڅ ملاتړ ماموریت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.


 

Читайте на сайте