World News in Pashto

ګلاجان احمدزی د بدن ښکلا په برخه کې د هېواد په کچه غوره لوبغاړی شو

ګلاجان احمدزي د بدن ښکلا په برخه کې د افغانستان په کچه د غوره لوبغاړي يا مسټر افغانستان لقب خپل کړ.


د افغانستان د بدنې روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلې ټاکنیزې او د هېواد په کچه د غوره باډي بلډر ټاکلو سیالۍ له ۲۲ ولایتونو څخه د ۳۷۱ لوبغاړو ترمنځ په کابل کې وشوې.


ښاغلی پیمان وايي، دغه سیالۍ په ۹ کټګوریو کې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ګلاجان احمدزی وتوانېد چې تر نورو لوبغاړو زیاتې نمرې واخلي او د افغانستان په کچه د ۲۰۱۹ کال غوره لوبغاړی شي.


د نوموړي په خبره، د دغو سیالیو په پای کې له هرې کټګورۍ څخه درې درې لوبغاړي چې په ټوله کې ۲۷ لوبغاړي کېږي، ملي لوبډلې ته وټاکل شول.

Читайте на сайте