World News in Pashto

هند د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په سخت ګرځبندیز پابندي کموي

هندي چارواکو ویلي چې نن د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په سخت ګرځبندیز پابندي کموي.


د هند د پولیسو یوه مسؤل دلباغ سنګ ویلي چې خلک به د سرینګر ښار په ګڼو برخو کې ځینو سیمو خاصتاً جوماتونو ته پرېښودل شي.


په هند کې له کله چې حکومت د کشمیر کورواکي ختمه کړې، د خلکو په غونډو او زیاتو ګرځېدو ممناعت لګول شوی.


د کشمیر د کورواکۍ په ور ختمېدو هند دغې سیمې ته ګڼ عسکر ور لېږلي او د پاکستان غوصه یې پارولې ده.


پاکستان ویلي چې ان د یوې بلې جګړې احتمال هم شته.


له دې سیمې پرون د راپورونو په اساس څه باندې پنځه سوه خلک د پولیسو له خوا نیول شوي هم و او ګڼ شمېر بیا د احتمالي جنګ له وېرې کډه شوي دي.


 

Читайте на сайте