World News in Pashto
Август
2019

Новости за 09.08.2019

Mashaalradio.com 

د حج مراسم روان دي

سږ کال په زرګونه کسانو د حج لپاره له افغانستانه او پاکستانه مکې ته تللي دي. د حج مراسم روان دي چې د اکست تر ۱۴مې پورې دوام لري. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د حج لپاره مراسم د دیرش زره افغانانو په ګډون پیل شول

زرګونو کسان سږ کال د حج لپاره له افغانستانه مکې ته تللي دي، نن ماخستن يې په مِنا کې تېر کړ او سبا عرفات ته ځي. تر دوه ملیونه زیات کسان سږ کال حج ته تللي او له افغانستانه په دغو مراسمو کې دېرش زره کسان ګدون کوي. خبریال: شاهپور صابر

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي په ناروې کې خپلې خبرې اغېزناکې بللې دي. د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماس بیک اتمبايېف په رسمي توګه په اداري فساد تورن شو. د دغو او نورو خبرو لپاره له ازادي ستوډيو سره اوسئ.

Mashaalradio.com 

''د یوه وخت ډوډۍ نشو موندلی''

په پاکستان کې خلک وایي، د لوی اختر راتلو سره سم د سبزیانو او میوو ترڅنګ د نورو خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې له کبله يې خلک نه شي کولای اختر لپاره سبزي یا میوه واخلي. په دې اړه د سراج ظهیر ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس

Mashaalradio.com 

سوات: د ښوونځي نجونو ترمنځ د لوبو سیالۍ

په سوات کې د ضلع کونسل لخوا د نجونو زده کوونکیو ترمنځ د لوبو سیالۍ وشوې چې پکې ګڼو زده کوونکيو برخه اخیستې وه. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: هېڅ څوک د امریکا په استازیتوب له ایران سره خبرې نه شي کولی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل فرانسوي سیال ایمانوئل مکرون ته په اشارې ویلي چې هېڅ څوک د امریکا په استازیتوب له ایران سره خبرې نه شي کولی. ټرمپ تازه په خپل ټوېټ کې لیکلي چې ایران له سخت اقتصادي جنجال سره مخ دی او له موږ سره د خبرو تږی دی. هغه دا هم ویلي چې د فرانسې د ولسمشر ایمانوئل مکرون په شمول ټولو هغو کسانو چې زموږ د استازیتوب داعیه لري، ایران ته ګډوډ پيغامونه ورکړي. ټرمپ لیکلي، په دې پوهېږي چې ایمانوئل مکرون ښه نیت لري، خو د ده په خبره هېڅ څوک د امریکا په استازیتوب له ایران سره خبرې نه شي کولی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رحمت الله نبیل: د محمد اشرف غني تیم زما رقیب دی

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند رحمت الله نبیل له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې د محمد اشرف غني ټاکنیز ټیم زما رقیب دی. ویډيو: شفیع کریمي او لېمه هادي اېډېټ: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

پخواني قرغز ولسمشر پولیسو ته ځان وسپاره

له دولتي ځواکونو سره تر شااوخوا څلرويشتو ساعتو خونړیو نښتو وروسته د قرغزستان پخوانی ولسمشر الماس بېک اتمبايیف په پټه خوله له خپله کوره راووت او د پولیسو په موټر کې سپور شو.

Mashaalradio.com 

خوست ښار له وراداتي برېښنا سره ونښلول شو

د افغانستان د خوست چارواکي وايي، چې د اوس وخت لپاره د ښار پخوانۍ شبکې سره چې ۲۰۲۰ کورونه کېږي، برښنا ونښلول شوه، خو ۱۳ زره کورنیو ته د برېښنا د ورکولو کار روان دی. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره د افغان سولې په پروسې خبرې کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره د افغان سولې په پروسې خبرې کړي. هغه نن په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې ناروې د خبرو لپاره په اسانچارۍ کې د نړۍ په سطحه مخکښه ده او له افغانستان سره سولې ته په رسېدو کې هم مرسته کولای شي. ښاغلي خلیلزاد چې پرون یې په اوسلو کې د ناروې د بهرنیو چارو له وزیرې ماري اریکسون سوریدي سره لیدلي، هغې ته د افغان سولې د پروسې د اوسني وضعیت او راتلونکي پړاو په اړه معلومات ورکړي. د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په سخت ګرځبندیز پابندي کموي

هندي چارواکو ویلي چې نن د جمعې د لمانځه لپاره په کشمیر کې په سخت ګرځبندیز پابندي کموي. د هند د پولیسو یوه مسؤل دلباغ سنګ ویلي چې خلک به د سرینګر ښار په ګڼو برخو کې ځینو سیمو خاصتاً جوماتونو ته پرېښودل شي. په هند کې له کله چې حکومت د کشمیر کورواکي ختمه کړې، د خلکو په غونډو او زیاتو ګرځېدو ممناعت لګول شوی. د کشمیر د کورواکۍ په ور ختمېدو هند دغې سیمې ته ګڼ عسکر ور لېږلي او د پاکستان غوصه یې پارولې ده. پاکستان ویلي چې ان د یوې بلې جګړې احتمال هم شته. له دې سیمې پرون د راپورونو په اساس څه باندې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کوټه کې د اتم اګست د وکیلانو لمانځغونډې

په کوټه کې د اګست پر اتمه نېټه پر وکیلانو د برید درېم تلین په مناسبت بېلا بېلې غونډې وشوې چې ورته د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اصغر اڅکزي، نومیاتي وکیل لطیف اپرېدي او یوشمېر نورو ویناګانې وکړې. ایوب ترین رپورټ لري.

Pa.azadiradio.com 

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟

ایکانومیسټ د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي چې دواړه لوریو د سولې یوه نهايي تړون ته د رسېدو په برخه کې ډېر ښه پرمختګونه کړي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل – جلال اباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې بنده ده

د کابل – جلال اباد لویه لار له نن سهاره د ماهیپر په سیمه کې د ټرافیکو په مخ تړلې پاتې ده. ګڼو خلکو په ټولنیزو شبکو کې د دې لارې د تړل کېدو خبرې او عکسونه خپاره کړي دي. ویل کېږي چې په دې لویې لارې اوس وخت سلګونه موټر کتار ولاړ دي. د لارې د تړل کېدو اصلي علت د یوه ټېلر موټر چپه کېدل یاد شوي. افغان چارواکو په ځانګړې توګه ټرانسپورټ وزارت د دې لارې د خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي. دا لار ټولو ختیځو ولایتونو سره د پلازمېنې کابل اصلي لار ده چې پرې د ورځې زرګونه موټر ښکته پورته کېږي.

Pa.azadiradio.com 

زرګونه افغان حاجیان به سبا له نورو سره عرفات ته ځي

زرګونو کسانو سږکال د حج لپاره له افغانستانه مکې ته تللي دي، نن ماسختن يې په مِنا کې تېر کړ او سبا عرفات ته ځي. د دغو حاجيانو پنځه ويشت فیصده ښځې دي. په عرفات کې توقف د حج له اساسي مناسکو دی. د ازادي راډيو خبريال شاه پور صابر له مکې مکرمې په ټيلیفوني خبرو کې داسې وویل: حاجيانو نن ماسختن په منا کې تېروي او سبا د حج له ارکانو یو اساسي رکن په عرفات کې په توقف سره پر ځای کوي، افغان حاجيان وايي چې د طواف او عرفات پر مهال به د هېواد لپاره دعا وکړي چې د په افغانستان کې جګړه او وینه تويدل بند شي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست ښار له وارداتي برېښنا سره وصل شو

د خوست ښار له وارداتي برېښنا سره وصل شو. د خوست چارواکي وايي، دا برېښنا اوسمهال د ښار له مخکنۍ شبکې سره وصل شوه چې ۲۰۲۰ کورنیو ته یې حرارتي برېښنا رسوله او نورو ديارلسو زرو کورنیو ته د برېښنا پر رسولو کار دوام لري. د خوست والي محمد حلیم فدايي د وارداتي برېښنا د سب سټېشن د افتتاح پر مهال ازادي راډیو ته وویل: هغه برېښنا چې د خوست خلک یې ډېر غوښتونکي وو، نن عملاً کورونو ته وصل شوه، کورنۍ شبکه به نوره هم پراخه شي او په ټوله کې به ديارلسو زرو کورونو ته له دې شبکې برېښنا ورکړل شي. د خوست خلک اوسمهال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له معاشه د پاتې دولتي کارکوونکو معاش به له اختر وروسته ژر توزېع شي

د افغانستان ماليې وزارت وايي، هغو دولتي کارکوونکو چې ویې نه کړی شول چې د زمري د مياشتې معاش د لوی اختر لپاره له مخکې واخلي، معاش به يې ژر تر ژره له اختر وروسته ورته توزېع شي. د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: ښه سناریو خو دا وه چې تر اختر مخکې د ټولو کارکوونکو معاشونه رسېدلي وای چې په اختر کې يې ورڅخه استفاده کړې وای، خو کومې ادارې چې پاتې شوي دي، مانا يې دا ده چې تر اختر وروسته به هم د دوی د معاشونو رسولو بهیر دوام کوي. د بانکونو شعبې په ځانګړې توګه په کابل کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مودي: د کشمير امتیاز اخیستل به د ترورېزم په مخنیوي کې مرسته وکړي

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي وايي، له کشميره ځانګړی امتیاز اخیستل به د ترورېزم په مخنیوي کې مرسته وکړي. ده پر پاکستان تور پورې کړ چې د کشمير پخوانی وضعیت يې د هندوستان پر وړاندې د وسلې په توګه کاراوه. مودي د پنجشنبې په ورځ خپل ملت ته په خطاب کې وویل چې د کشمير په اړه وروستۍ پرېکړه به له نوي ډیلي سره مرسته وکړي چې په سیمه کې د ترورېزم او جلاغوښتنې مخه ونيسي. وروسته له هغه چې د هندوستان پارلمان د جمو او کشمير هغه وضعیت ته د پای د ټکي د ايښودو اعلان وکړ چې له مخې يې دې سیمې خپل قانون جوړاوه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې په یوه نظامي واحد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۶ ټپيان دي

د روسیې دفاع وزارت وایي، په ارخان ګیلسک سیمه کې په یوه نظامي واحد کې د چاودنو په نتیجه کې دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. وزارت وايي چې د پنجشنبې په ورځ د یوې کېمياوي تجربې په نتيجه کې د دستګاه انجن وچاودېدو او په دې واحد کې اور ولګېد. ځايي چارواکو ویلي چې دا چاودنه او اور د نیونوکسا Nyonoksa سیمه کې شوي، چېرته چې د بالستيک توغندیو د واټن تجربه کولو لپاره د بحري قواوو اټمي اوبتلونه ځای پرځای دي. خو ګاونډي ښار سیوي رودوینسک ویلي چې تر چاودنې وروسته يې د اټمي شعاوو په کچه کې موقتي زیاتوالی ثبت کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مصر امنیتي ځواکونه: په وروستیو عملیاتو کې ۱۷ "ترهګر" وژل شوي

د مصر امنیتي ځواکونه وايي، په یو شمېر وروستیو عملیاتو کې یې ۱۷ "ترهګر" وژلي دي. دا عملیات په قاهره کې د وروستۍ خونړۍ موټربم چاودنې چې شااوخوا شل کسان یې وژلي وو، په تړاو ترسره شوي دي. د مصر د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، اته وسله وال هغه مهال ووژل شول چې امنیتي ځواکونو یې د اتسا په ښارګوټي کې په پټنځای برید وکړ. دا سیمه د پلازمېنې قاهرې جنوب لوېدیځ ته په اتیا کلیومترۍ کې پرته ده. دا وزارت وايي، اووه تنه نور د قاهرې په څنډه شورتوک سیمه کې وژل شوي دي، دوه نور کسان چې په کې د موټربم... Читать дальше...