World News in Pashto

زرګونه افغان حاجیان به سبا له نورو سره عرفات ته ځي

زرګونو کسانو سږکال د حج لپاره له افغانستانه مکې ته تللي دي، نن ماسختن يې په مِنا کې تېر کړ او سبا عرفات ته ځي.


د دغو حاجيانو پنځه ويشت فیصده ښځې دي.


په عرفات کې توقف د حج له اساسي مناسکو دی.


د ازادي راډيو خبريال شاه پور صابر له مکې مکرمې په ټيلیفوني خبرو کې داسې وویل: حاجيانو نن ماسختن په منا کې تېروي او سبا د حج له ارکانو یو اساسي رکن په عرفات کې په توقف سره پر ځای کوي، افغان حاجيان وايي چې د طواف او عرفات پر مهال به د هېواد لپاره دعا وکړي چې د په افغانستان کې جګړه او وینه تويدل بند شي.


سږکال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه یو ميلیون او شپېته زره حاجیان د حج لپاره مکې ته تللي دي.


په سعودي عربستان کې د تودوخې درجه څلوېښت سانتي ګراد ثبت شوې او د حرم شریف د فضا د مرطوبې ساتلو لپاره اوبه شیندونکي بادپکې ايښودل شوي دي.


 

Читайте на сайте