World News in Pashto

د مصر امنیتي ځواکونه: په وروستیو عملیاتو کې ۱۷ "ترهګر" وژل شوي

د مصر امنیتي ځواکونه وايي، په یو شمېر وروستیو عملیاتو کې یې ۱۷ "ترهګر" وژلي دي.


دا عملیات په قاهره کې د وروستۍ خونړۍ موټربم چاودنې چې شااوخوا شل کسان یې وژلي وو، په تړاو ترسره شوي دي.


د مصر د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي، اته وسله وال هغه مهال ووژل شول چې امنیتي ځواکونو یې د اتسا په ښارګوټي کې په پټنځای برید وکړ.


دا سیمه د پلازمېنې قاهرې جنوب لوېدیځ ته په اتیا کلیومترۍ کې پرته ده.


دا وزارت وايي، اووه تنه نور د قاهرې په څنډه شورتوک سیمه کې وژل شوي دي، دوه نور کسان چې په کې د موټربم د مشکوک موټر چلوونکي ورور هم شامل دی، هم په قاهره کې وژل شوي دي.


د مصري چارواکو په وینا، وژل شوي ۱۷ کسانو د حسم په نوم ډلې سره تړاو درلود چې د اخوان المسلمین سره تړلې ډله ده.



په قاهره کې د اګست په ۴ مه موټربم برید ۲۰ کسان وژلي او ۴۷ نور یې ټپیان کړي وو.


دا په تېرو دوو کلونو کې د مصر په پلازمېنه کې تر ټولو مرګونی برید بلل شوی.


 

Читайте на сайте