World News in Pashto

د کابل – جلال اباد لویه لار د ماهیپر په سیمه کې بنده ده

د کابل – جلال اباد لویه لار له نن سهاره د ماهیپر په سیمه کې د ټرافیکو په مخ تړلې پاتې ده.


ګڼو خلکو په ټولنیزو شبکو کې د دې لارې د تړل کېدو خبرې او عکسونه خپاره کړي دي.


ویل کېږي چې په دې لویې لارې اوس وخت سلګونه موټر کتار ولاړ دي.


د لارې د تړل کېدو اصلي علت د یوه ټېلر موټر چپه کېدل یاد شوي.


افغان چارواکو په ځانګړې توګه ټرانسپورټ وزارت د دې لارې د خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي.


دا لار ټولو ختیځو ولایتونو سره د پلازمېنې کابل اصلي لار ده چې پرې د ورځې زرګونه موټر ښکته پورته کېږي.


 

Читайте на сайте