World News in Pashto

مودي: جمو او کشمیر به خپل پخوانی برم ترلاسه کړي

د هند صدراعظم، نرېندرا مودي نن وویل چې د جمو او کشمیر د خاص وضعیت له لغو کېدو سره به دا سیمه خپل پخوانی برم ترلاسه کړي او د هند په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.


نرېندرا مودي نن، د اګسټ په ۱۵مه، دا خبرې د هند د خپلواکۍ د کلیزې لپاره په وینا کې کړې دي.


مودي وویل چې د جمو او کشمير پخواني موقف په سیمه کې د اداري فساد، بې‌عدالتۍ او خېش‌خورۍ ته زمینه برابره کړې وه.


د اګسټ په پنځمه د هند د پارلمان د رأی‌ګېري پر اساس، د هغه هېواد د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغو شوه او د جمو او کشمیر کورواکي ختمه شوه.


دا سیمه په مستقیم ډول د هند د مرکزي حکومت تر واکمنۍ لاندې شوه.


پاکستان د هند پر دې حرکت سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید پر دې مسئله بېړنۍ غونډه وکړي.

Читайте на сайте