World News in Pashto
Август
2019

Новости за 15.08.2019

Pa.azadiradio.com 

زادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

اروپايي ټولنې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د ارزښتونو د دفاع لار بللې. د هند صدراعظم نریندرا مودي وايي تېر ۷۰ کاله د کشمیر وضعیت تروریزم او جلا غوښتنه تقویت کړې. او د اروپا د یوه واړه هېواد مونتینګرو ساحلونو کې لا هم پخواني برج څراغونه فعاله دي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امریکا په ایران کې د درېیو اجباري حجاب ضد ښځو محاکمه وغندله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د درېیو ښځو محاکمه غندلې ده. په ایران کې درې ښځې چې یوه لور او مور هم په‌کې دي، د اجباري حجاب د قانون پر اساس د اعتراض له امله په ۵۵ کاله زندان محکومې شوې دي. دا ښځې یاسمن اریاني، منیره عربشاهي او مژګان کشاورز نومېږي چې په ګډه په ۵۵ کاله زندان محکومې شوې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون، دا ګسټ په ۱۴مه، په یوه بیان کې وویل: "موږ د ایران رژیم د دې ښځو چې د اجباري حجاب په وړاندې د خپل اعتراض څرګندولو لپاره‌یې خلکو ته د ګلاب ګلونه ورکول، غندو." په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له کشمیریانو سره د پیوستون رېلي

د پاکستان حکومت خپلې د ازادۍ ۷۳مه کاليزه له کشميريانو سره د يو والي په توګه ولمانځله. له پنډۍ څخه تر اسلام اباد پورې هم يوه رېلي راويستې شوې وه چې په اړه یې احمد الله ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی. ویډیو: عمران یونس

Mashaalradio.com 

د کعبې پوښ څنګه تیارېږي؟

د کعبې پوښ په لسو میاشتو کې د شپږ نيم ميليونه ډالرو په لګښت تیارېږي. د دې پوښ په اوبدلو ۱۷۰ کارېګر کار کوي او له ۶۷۵ سوچه ورېښمو يې جوړوي. نور معلومات د رويټرز په دې ويډيو کې وګورئ چې بشير ګواښ جوړه کړې.

Mashaalradio.com 

روسۍ سورلۍ الوتکې د جوارو ـ پټي کې بېړنۍ ناسته کړې

له مسکو سره نېږدې د یوه کروندګر په پټي کې یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې چې له کبله یې د نهو ماشومانو په ګډون ۲۳ ته ټپیان روغتون ته رسول شوي. د ارل هوايي کرښې د اګست پر ۱۵مه ويلي چې د دوی د یوې الوتکې په انجن کې یو مرغه کښېوتی وو چې له کبله له ژکوسکي هوايي ډګر سره نېږدې د جوارو په یوه پټي کې بېړنۍ ناسته وکړه. ویډيو: رویټرز خبري اژانس

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیه وايي راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لري

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت ویلي چې د جمهوري ریاست راروانې ټاکنې د ارزښتونو د دفاع معنی لري. په افغانستان کې د سپټمبر په ۲۸مه [د میزان شپږمه] د جمهوري ریاست انتخابات کېږي. د اروپايي اتحادیې پر ټویټر پاڼه په یوه پیغام کې لیکل شوي چې افغانان به د ټاکنو له لارې له ډموکراسۍ د ملاتړ څرګندولو موقع ولري او د خپل هېواد د سیاسي رهبرۍ مشروعیت به ټینګ کړي. په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مأموریت نن، د اګسټ په ۱۵مه، پر ټویټر لیکلي چې ټول ښکېل اړخونه دې ته منتظر دي چې په دوحه کې د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مودي: جمو او کشمیر به خپل پخوانی برم ترلاسه کړي

د هند صدراعظم، نرېندرا مودي نن وویل چې د جمو او کشمیر د خاص وضعیت له لغو کېدو سره به دا سیمه خپل پخوانی برم ترلاسه کړي او د هند په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي. نرېندرا مودي نن، د اګسټ په ۱۵مه، دا خبرې د هند د خپلواکۍ د کلیزې لپاره په وینا کې کړې دي. مودي وویل چې د جمو او کشمير پخواني موقف په سیمه کې د اداري فساد، بې‌عدالتۍ او خېش‌خورۍ ته زمینه برابره کړې وه. د اګسټ په پنځمه د هند د پارلمان د رأی‌ګېري پر اساس، د هغه هېواد د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغو شوه او د جمو او کشمیر کورواکي ختمه شوه. دا... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له برتانيه تر سعودي حج ته پر سايکلو سفر

له لندن څخه اته کسان پر سايکلو حج ته تللي وو. دوی تر ۱۷ ملکونو تېر شول او په دوه میاشتو کې تر خپل منزله ورسېدل. له دې کاره يې يوې خيريه ادارې لپاره مالي مرستې راټولې کړي. نور حال یې د رويټرز په دې ويډيو کې... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ

Mashaalradio.com 

د اس په سورلۍ خپلې زده کړې کوم

د خېبر پښتونخوا د سېلګريزې سيمې ناران یو اوسېدونکی افتاب د خپلو زده کړو لګښت د اس په سورلۍ پوره کوي. دی سیمې ته ورغلیو سېلانیانو ته په خپل اس چکر ورکوي. ځلاند يوسفزي یې ویډیويي رپورټ تیار کړی.

Pa.azadiradio.com 

زرمت کې د ملکي تلفاتو د څېړنې په اړه د ملي امنیت ریاست ته سپارښتنه

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ته سپارښتنه شوې چې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه له خپلو مسؤلو چارواکو تحقیق وکړي. د ملي امنیت شورا ویاند، کبیر حقمل نن د اګسټ په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د ولسمشر د سپارښتنې پر اساس، په زرمت کې د پېښې په اړه جدي څېړنې کېږي. د راپورونو پر اساس، په پکتیا کې د یکشنبې په شپه د افغانستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د افغانستان د ملي امنیت ادارې رسنیو ته ویلي و چې په پکتیا کې د اختر په شپو کې ۱۱ وسله‌وال طالبان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلادلفیا کې پر پولیسو حمله کوونکی ونیول شو

د امریکا په فلادلفیا کې پولیسو ویلي چې هغه وسله‌وال وګړی چې شپږ پولیس‌یې ویشتي، ونیول شو. پولیس پرون په فلادلفیا کې د دې وګړي کور ته ورغلي و او غوښتل‌یې چې د مخدره موادو په تړاو یو حکم عملي کړي. د فلادلفیا د پولیسو یوه چارواکي نن، د اګسټ په ۱۵مه د اسوشیټډ پرس اژانس ته وویل چې ټول ویشتل شوي پولیس برسېرن ټپیان شوي وو او یوه سیمه‌ییز روغتون ته ولېږدول شوو. په روانه میاشت کې دوه واره په امریکا کې په ډله‌ییزو بریدونو کې خلک ووژل شول. د اوهایو په ډایټن او د تکزاس په ال پاسو سیمه کې ۳۱ تنه ووژل شول.

Mashaalradio.com 

په لواړګي کې د نښې ویشتو سیالۍ

نښه ویشتنه یوه دوديزه لوبه ده چې لا هم د پښتنو په ځینو سيمو کې ژوندۍ ده. د خیبر په لواړګي کې د نښې ویشتو سیالۍ شوې دي. دا چې په دې لوبه کې څه ډول وسلې استعمالېږي؟ او د دغې لوبې د شوق په اړه ځايي خلک څه نظر لري؟ فرهاد شینواري یې په اړه دا ویډیويي رپورټ جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: چین باید له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، چین له امریکا سره د یو سوداګریزې هوکړې په هڅه کې دی، خو لومړی باید له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي. ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، چین غواړي یوې هوکړې ته ورسېږي، خو پرېږدئ چې لومړی له هانګ کانګ سره انساني چلند وکړي. د ولسمشر ټرمپ په وینا، په دې کې شک نه‌شته چې د چین ولسمشر د هانګ کانګ د ستونزې د ژر تر ژره هواري غوښتونکی دی او هغه کولای شي دا کار وکړي. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې هانګ کانګ ته سفر ونه‌کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلک واټر یو پخوانی غړی په عمري بند محکوم شو

د بلک واټر په نوم د یو امریکايي خصوصي امنیتي شرکت یو پخوانی غړی په عراق کې پر ملکیانو د ډزو په جرم په عمري بند محکوم شو. په ۲۰۰۷ م کال کې د نیکولاس سلاټن او ملګرو پر ډزو یې ۱۴ کسان وژل شوي وو. دوه مېرمنې او د ۹ او ۱۱ کلونو په عمرونو دوه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل وو. په واشنګټن کې د فدرالي محکمې یو منصفه هیئت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې نیکولاس سلاټن مجرم بللی و. تر دې مخکې د سلاټن دوه محکمې بې‌نتیجې پای ته رسېدلې وې. سره د دې چې د سلاټن کورنۍ او دوستانو د واشنګټن له محکمې غوښتي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان حکومت یو پخوانی قوماندان په اماراتو کې ونیول شو

د تاجکستان حکومت یو پخوانی قوماندان په متحده عربي اماراتو کې ونیول شو. خواجه کریموف چې د تاجکستان په پنځه کلنه جګړه کې د حکومتي ځواکونو قوماندان و، په خپل هېواد کې په وژلو، لوټمارۍ، برمته نیونې او یو شمېر نورو جرمونو تورن دی. د تاجکستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال عمر جان امام علي ازادي راډیو ته وویل چې د عربي متحده اماراتو له حکومت سره د کریموف د ورسپارلو لپاره خبرې روانې دي. د انلاین "اخبار ډاټ کام" رسنۍ د راپور له مخې کریموف د تاجکستان د حکومت په غوښتنه د جولای په ۳۰مه په متحده عربي اماراتو کې نیول شوی دی. Читать дальше...