World News in Pashto

د بلک واټر یو پخوانی غړی په عمري بند محکوم شو

د بلک واټر په نوم د یو امریکايي خصوصي امنیتي شرکت یو پخوانی غړی په عراق کې پر ملکیانو د ډزو په جرم په عمري بند محکوم شو.


په ۲۰۰۷ م کال کې د نیکولاس سلاټن او ملګرو پر ډزو یې ۱۴ کسان وژل شوي وو.


دوه مېرمنې او د ۹ او ۱۱ کلونو په عمرونو دوه ماشومان هم په وژل شویو کې شامل وو.


په واشنګټن کې د فدرالي محکمې یو منصفه هیئت د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې نیکولاس سلاټن مجرم بللی و.


تر دې مخکې د سلاټن دوه محکمې بې‌نتیجې پای ته رسېدلې وې.


سره د دې چې د سلاټن کورنۍ او دوستانو د واشنګټن له محکمې غوښتي وو چې نوموړي ته بخښنه وکړي، دې محکمې نوموړی مجرم وباله او په عمري بند یې محکوم کړ.


د بلک واټر درې نور غړي چې له سلاټن سره په دې ډزو کې مل وو، هر یو په ۳۰ کاله بند محکوم شول.

Читайте на сайте