World News in Pashto

امریکا په ایران کې د درېیو اجباري حجاب ضد ښځو محاکمه وغندله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د درېیو ښځو محاکمه غندلې ده.


په ایران کې درې ښځې چې یوه لور او مور هم په‌کې دي، د اجباري حجاب د قانون پر اساس د اعتراض له امله په ۵۵ کاله زندان محکومې شوې دي.


دا ښځې یاسمن اریاني، منیره عربشاهي او مژګان کشاورز نومېږي چې په ګډه په ۵۵ کاله زندان محکومې شوې دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون، دا ګسټ په ۱۴مه، په یوه بیان کې وویل: "موږ د ایران رژیم د دې ښځو چې د اجباري حجاب په وړاندې د خپل اعتراض څرګندولو لپاره‌یې خلکو ته د ګلاب ګلونه ورکول، غندو."


په دې بیان کې یې پر نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د ایران دا کار وغندي.


په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې ادارې ویلي چې دا ښځې په اپرېل میاشت کې په تهران او تهران ته په نږدې سیمو کې نیول شوي او تېره میاشت یوې محکمې د زندان حکم پرې کړی دی.

Читайте на сайте