World News in Pashto

له بنده د خلیل‌الله فروزي د خوشې کېدو په اړه د امریکا سفارت غبرګون

په کابل کې د امریکا سفیر، د فساد پر ضد په مبارزه کې د افغان حکومت پر اجراآتو شک څرګند کړی.


جان بس د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل له قوله ورکړل شویو هغو راپورونو ته چې وايي افغان حکومت د کابل‌بانک پخوانی مشر خلیل‌الله فروزي د ولسمشر اشرف غني انتخاباتي کمپاین ته د مالي مرستې په بدل کې له وخته مخکې خوشې کړی د اشارې په ترڅ کې پرون پنجشنبه پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې د دې ادعا اورېدو سخت خواشینی کړی دی.




ښاغلی بس وايي، زیات شمیر افغانان په تېره یوه لسیزه کې له دې کبله دردېدلي دي چې د نړیوالو مالي مرستې د شخصي اهدافو لپاره غلا شوي.


افغان حکومت دا ادعاوې رد کړي او د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي چې د ښاغلي نبیل ادعا عوام‌فرېبانه او کمپایني ده.




د کابل‌بانک عمومي مشر شیر خان فرنود چې له فروزي سره یوځای د کابل‌بانک د فساد په قضیه کې تورن و، په دې وروستیو کې د ناروغۍ له وجې په زندان کې مړ شو.


ښاغلي صدیقي ویلي دي چې فروزي هم سخت ناروغ دی او د عدلي، قضايي، صحي او امنیتي ارګانونو د استازو په ګډون د یوه بنسټ تر نظر لاندې خپل کور ته استول شوی، خو تر جدي څار لاندې دی.

Читайте на сайте