World News in Pashto
Август
2019

Новости за 16.08.2019

Mashaalradio.com 

'نېب احتساب کوي خو د احتساب واک یې هیڅوک نه لري'

نېب اوس د ګټې پر ځایې پاکستان ته زیان رسوي او هر ځل د سیاسي مخالیفنیو د زپلو لپاره کارول کیږي. د نېب نه علاوه په پاکستان کې د کرپشن د مخنیوي لپاره نور قوانین شته چې د هغې داسې استعمال ناممکن دی

Mashaalradio.com 

په هانګ کانګ کې مظاهرې

په دې وروستيو ورځو کې د هانګ کانک په کوڅو او هوايي ډګر د پوليسو او حکومت ضد مظاهره چيانو ترمنځ نښتې شوي دي او اوس دواړه خواوې په ولس کې جلا جلا نظرونه خپروي. پر دې اړه د امريکا غږ رېډيو او ای پي يو راپور له اسرار عالم مومنده اورو.

Mashaalradio.com 

د کچلاخ مدرسه کې چاودنه، ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کوټه ـ د بلوچستان په کچلاخ کې د اګست پر۱۶مه په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل شوي دي. دا پېښه د بلوچستان د سرښار کوټې نه شمال لوري ته په ۳۰ کیلومېټرۍ کې پرتې سیمې کچلاخ په «کلي قاسم» کې رامنځ ته شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د امریکا د سولې پلان ارزوي. په جبل الطارق کې د بريټانیا له خوا د ایران ایسار شوې بېړۍ مدیترانې سمندرګي ته روانیږي. په فرانسه کې د غبرګو یا جوړه یي خویندو وروڼو فیسټوال پرون ترسره شو. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني: افغانستان به د اسیا د برښنا د کنټرول په مرکز بدلوم

ښاغلي غني وویل چې په هېواد کې به د کرنې ودې ته ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه د ده په خبره د افغانستان ثبات په زراعتي انقلاب پورې تړلی دی او د پانګه‌والو لپاره به په کور دننه او له هېواده بهر لازمې اسانتیاوې رامنځته کوي.

Mashaalradio.com 

پر ماشومانو د جګړو اغیز

په افغانستان کې په شخړو کې د سکولونو له اغیزمنېدو سره جګړې د ماشومانو په نفسیاتو هم ډېر ناوړه اغېز کړی دی. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

سرچینې: په افغانستان کې د ایران او امریکا د همکارۍ لپاره پټ چینلونه فعال شوي

سرچینې وايي، دا منځګړي له میاشتو راهیسې په پټه د واشنګټن او تهران ترمنځ پیغامونه په دې هیله وړي راوړي چې دواړه لوري به په داسې حال کې خبرې سره وکړي چې د ځینو مسایلو په اړه د دوی دښمني د پراخېدو په حال کې ده.

Mashaalradio.com 

ټرمپ به نن د افغان سولې پر پلان غور کوي

بلخوا د افغانستان حکومت وايي، امریکا په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو سربېره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیکوي، چې یو یې له افغان حکومت او بل له طالبانو سره دي.

Mashaalradio.com 

افغان سوداګرو ته پر تورخم ځینې سهولتونه راغلي دي: الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان پر تورخم افغان سوداګرو ته ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د خونې سرپرست خان جان الکوزي مشال راډیو ته وویل، د تورخم لار لا د ۲۴ ساعته سوداګرۍ لپاره نه ده پرانیستل شوې خو پاکستاني چارواکي د یوشمېر مالونو په لېږد کې ژر اقدام کوي. د پاکستان حکومت ویلي چې روانه میاشت به د تورخم لار د ۲۴ساعته سوداګرۍ لپاره پرانیزي. صالح محمد صالح له خان جان الکوزي څخه پر تورخم د سوداګرۍ اوسني صورتحال په اړه پوښتلي.

Pa.azadiradio.com 

ډونالد ټرمپ به نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر پلان غور وکړي

د سرچینو په حواله د دې غونډې د اجندا اصلي مسایل افغانستان او هغه پلان دی چې د افغانستان د سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له څو میاشتو راهیسې پرې کار کړی او له طالباو سره‌یې اته ځلې پرې خبرې کړي، څو له دې لارې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا یو وار بیا توغندي توغولي

شمالي کوریا یو وار بیا د سمندر په لور توغندي توغولي. تر دې مخکې هم شمالي کوریا ورته توغندي توغولي وو چې هغه جنوبي کوریا ته د امریکا سره د شریکو پوځي تمرینونو د دوام د پلان له کبله "جدي خبرداری" بلل شوی و. د جنوبي کوریا د پوځ لوی درستیز نن وویل، پیونګ یانګ د کانګون ولایت د تانګچون ښار ته له نږدې سیمې د ختیځ سمندر په لور چې د جاپان سمندر یې هم بولي دوه "ناپېژندل شوي توغندي" توغولي دي. د جنوبي کوریا دې نظامي چارواکي ویلي، پوځ‌یې وضعیت څاري او د نورو توغندیو د توغولو په صورت کې د تیارسی په حالت کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا: د ایران د «ګرېس-1» بېړۍ عمله به د ویزې له بندیز سره مخ شي

د امریکا متحده ایالات وايي، په جبل‌الطارق کې د ایران د تېلو لېږدوونکې بېړۍ خوشې شوې عمله ممکن د امریکا د ویزې له بندیز سره مخ شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورټګس د پنجشنبې په ورځ وویل، د «ګرېس-1» په نوم دې بېړۍ د ایران سپاه پاسداران ځواک سره مرسته کوله چې د واشنګټن له‌خوا "ترهګر سازمان" بلل شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، د هر هغه چا لپاره چې له دې ایراني تېل وړونکې بېړۍ سره تړاو ولري، دا کار جدي عواقب لرلی شي.   د اورټګس په وینا د دې کښتۍ عمله د ترهګرۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: د چین ولسمشر دې په هانګ کانګ کې له اعتراض کوونکو سره وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چین پر ولسمشر شي جین پېنګ غږ کړی دی چې په هانګ کانګ کې له اعتراض کوونکو سره په شخصي توګه وګوري، څو د نوموړي په وینا "روان کړکېچ ته یو خوشحالونکی او روښانه پای ورکړي." ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پیکېنګ دولتي رسنیو او په هانګ کانګ کې چین پلویو مشرانو ویلي چین چمتو دی چې "په چټکه توګه نارامۍ راکمې کړي" او زیاته کړې یې ده چې که چېرې کړکېچ له کنټرول ووځي چین به بې‌تفاوته پاتې نه‌شي. ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي، زه غواړم په ډاډ ووایم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس دوه مسلمانې غړې اسرائیل ته د ننوتو اجازه نه‌لري

اسرائیل وايي، د امریکا د کانګرس دوو مسلمانو ډموکرات غړو ته به دې هېواد ته د ننوتو اجازه ورنه‌کړي. دا پرېکړه وروسته له هغه اعلانېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل دا به د اسرائیلو ډېره کمزورتیا وي که د کانګرس دې دوو نویو انتخاب شویو غړو ته اجازه ورکړي. د کانګرس دا غړې رشیده طلیب «Rashida Tlaib» او الهان عمر «Ilhan Omar» نومېږي چې په امریکا کې دننه هم له اسرائیلو سره په مخالفت تورنې شوې دي، خو دوی دا تورونه ردوي. اسرائیلي چارواکو پرون پنجشنبه وویل، د کانګرس دې غړو ته چې دواړه د امریکا د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرملېن ماڼۍ په انګړ کې یو ناچاودی بم موندل شوی

د کرملېن ماڼۍ په انګړ کې د دوهمې نړیوالې جګړې له مهاله پاتې یو ناچاودی بم موندل شوی دی. د روسي رسنیو د راپورونو له مخې دا بم د مسکو سیند ته نږدې د کرملېن په تاینیڅکي «Tainitsky» بڼ کې د ساختماني کار پر مهال موندل شوی دی. چارواکي وايي دا بم د کرملېن له ساحې څخه ایستل شوی څو شنډ شي. د روسیې د جمهوري ریاست ویاند رسنیو ته ډاډ ورکړ چې د دې بم موندل کېدو د ولسمشر د کار مهالوېش نه‌دی زیانمن کړی. کرملېن په اروپا کې د منځنیو پېړیو له ډېرو لرغونو ماڼیو څخه ده چې د ۱۴ او ۱۵ پېړۍ ترمنځ کلونو کې جوړه شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: ۷ میاشتو کې ۲۱۷ زره افغانان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي

ملګري ملتونه وايي چې د روان میلادي کال په تېرو اوو میاشتو کې دوه لکه او ۱۷ زره خلک د جګړو له کبله د خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «OCHA» په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د دومره زیات شمېر خلکو بې‌ځایه کېدو په جګړه ځپلي افغانستان کې په لویه کچه د بشري مرستو اړتیا رامنځته کړې ده. اوچا په خپل راپور کې زیاتوي چې په دې بې‌ځایه شویو کورنیو کې په سلو کې ۵۸ له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي. د ملګرو ملتونو دا اداره اټکل کوي چې نږدې یو میلیون... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له بنده د خلیل‌الله فروزي د خوشې کېدو په اړه د امریکا سفارت غبرګون

په کابل کې د امریکا سفیر، د فساد پر ضد په مبارزه کې د افغان حکومت پر اجراآتو شک څرګند کړی. جان بس د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت الله نبیل له قوله ورکړل شویو هغو راپورونو ته چې وايي افغان حکومت د کابل‌بانک پخوانی مشر خلیل‌الله فروزي د ولسمشر اشرف غني انتخاباتي کمپاین ته د مالي مرستې په بدل کې له وخته مخکې خوشې کړی د اشارې په ترڅ کې پرون پنجشنبه پر ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي چې د دې ادعا اورېدو سخت خواشینی کړی دی. ښاغلی بس وايي، زیات شمیر افغانان په تېره یوه لسیزه کې له دې کبله دردېدلي دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت ریاست یو پلاوی پکتیا کې د ملکي تلفاتو په اړه څېړنې کوي

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د ادعاوو په اړه د څېړنې لپاره یوه پلاوي ته دنده سپارل شوې ده. ملي امنیت په یو بیان کې چې پرون خپور شو وايي، دا پلاوی د ولسمشر اشرف غني له هدایت سره سم ټاکل شوی چې د بشري حقونو د برخې استازی هم په‌کې دی او په پام کې ده چې په زرمت ولسوالۍ کې د ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ادعاوو په اړه دقیقې څېړنې وکړي. په بیان کې دا یادونه هم شوې چې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د... Читать дальше...