World News in Pashto

عمران خان د افغانستان د وضعیت په اړه له ډونالد ټرمپ سره خبرې وکړې

د پاکستان صدراعظم، عمران خان پرون د اګسټ په ۱۶مه، د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا له جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ سره خبرې کړې دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان او ټرمپ د ټیلیفوني مکالمې خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی، زلمی خلیل‌زاد هم په واشنګټن کې دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او صدراعظم عمران خان ژمنه کړې چې څومره چې د افغانستان د سولې پروسه پر مخ ځي په جريان کې به‌یې په دوامدار ډول په تماس کې پاتې کېږي.


عمران خان د جولای په میاشت کې واشنګټن ته تللی و او د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره مخامخ د افغانستان پر وضعیت او په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو غږېدلی و.


د افغانستان په اړه د ټرمپ او عمران خان د پرونیو خبرو جزئیات نه‌دي څرګند شوي.

Читайте на сайте