World News in Pashto
Август
2019

Новости за 17.08.2019

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۶ ښارونو کې د خپلواکۍ جشن نه‌نمانځل کېږي

مسئولان کمیته برگزاری جشن صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان روز شنبه ۲۶ اسد در صحبت با رادیو آزادی گفتند، قرار بود این جشن با برگزاری نمایشگاه‌ها و بازی‌های ورزشی در ۷ زون برگزار شود اما بخاطر ناامنی‌ها، تنها در کابل برگزار خواهد شد.

Pa.azadiradio.com 

د کوټې په یوه جومات کې چاودنه، له طالبانو سره دښمني یا د سولې پروسې سبوتاژ؟

د راپورونو له مخې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله ورور خافظ احمد الله تېره ورځ د پاکستان د کوټې ښار د "حاجي محمد حسنی" په جومات کې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پر مهال په چاودنه کې ووژل شو.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ د افغانستان په اړه له لوړپوړو امریکايي چارواکو سره لیدنه ډېره ښه بولي

ولسمشر ټرمپ له خپلو جګپوړو سلاکارانو سره پرون غونډه وکړه. په دې غونډه کې د طالبانو له سخت دریځې ډلې سره د خبرو، له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د احتمالي وتلو او د افغانستان د نږدې ۱۸ کلنې جګړې د سیاسي حل‌لارې پر لارو چارو خبرې وشوې.

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا سمندري ځواکونو د ایران بېړې خوشې کړه

د ایران د تېلو د لېږدولو یوه ستره بېړۍ چې په جبل‌الطارق کې نیول شوې وه، خوشې شوې ده. د سمندر پورې غاړې ته د بریتانیا د مربوطو سیمو چارواکو پرون د اګسټ په ۱۶مه، وویل چې د ایران بېړۍ ازاده ده او له دې سیمې تلئ شي. د راپورونو په حواله، تر دې اعلان وروسته، د بېړۍ د نوم پر بدلولو او د بېړۍ د بیرغ په نوي کولو کار پیل شو. د ایران د بندرونو او سمندري چارو د سازمان مرستیال، جلیل اسلامي پرون په ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې د ګرېس [ون] په نوم بېړۍ به د ایران تر بیرغ لاندې حرکت وکړي. دا بېړۍ د جولای په څلورمه نیول شوې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرچینې: په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ورور ووژل شو

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله ورور پرون په بلوچستان کې د جومات دننه په چاودنه کې ووژل شو. پولیس وایي، څلور تنه د کوټې ښار په یوه جومات کې په چاودنه کې وژل شوي او تر۲۰ ډېر ټپیان شوې دي. افغان اسلامي اژانس او روېټرز د طالبانو د دوو سرچینو په وینا خبر ورکړی دی چې وایي، کله چې په جومات کې چاودنه کېده ملا هبت‌الله اخندزاده په جومات کې نه‌و، خو د ده کشر ورور حفیظ اخندزاده په دې چاودنه کې ووژل شو. د پاکستان پولیسو د وژل شویو کسانو هویت نه‌دی څرګند کړی. تر اوسه چا د دې چاودنې مسئولیت نه‌دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا کانګرس غړې رشیده طلیب اسرائیل ته له تګ ډډه وکړه

تر هغه وروسته چې اسرائیل د بشرپالنې پر اساس، د امریکا د کانګرس د استازو مجلس غړې، رشیده طلیب ته اجازه ورکړه چې لویدېځې غاړې ته ولاړه شي، هغې وویل چې له دې پلانه‌یې ډډه کړې ده. تر دې وړاندې د اسرائيل حکومت د امریکا د کانګرس دوو ډموکراتو غړو، رشیده طلیب او الهان عمر ته اجازه نه‌وه ورکړې چې بیت‌المقدس او لوېدیځ غاړې ته ولاړې شي. د کانګرس دې دواړو غړو په نړیواله کچه د اسرائيل د تحریمولو د حرکت ملاتړ کړی دی او د اسرائیل حکومت له دې امله هغوی ته د ورتګ اجازه نه‌ورکوله. خو د اسرائيل حکومت وروسته وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شاه دو شمشېره جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو بیا رغول کېږي

د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشېره جومات د بیا رغولو کار پرون د اګسټ په ۱۶ مه، پیل شو. د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ویلي چې دا تاریخي جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو رغول کېږي او د بیارغونې کار به‌یې په تقریباً، دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي. د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د شاه دو شمشېره جومات د بیارغونې د کار د پیل رسمي مراسمو ته د افغانستان د پخواني پاچا، امان‌الله خان لورګانې [پخوانۍ شاهزادګۍ] هندیه او ناجیه هم ورغلې وې. پخواني پاچا، امان‌الله خان د ۱۹۱۹ میلادي کال د اسد په ۲۸مه د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني یوې محکمې یو افغاني‌الاصل جرمن ایران ته په جاسوسۍ تورن کړ

د جرمني محکمې یو وګړی چې په خټه افغان دی، ایران ته د جاسوسۍ له امله تورن معرفي کړ.  د جرمني فدرالي څارنوالۍ پرون د اګسټ په ۱۶مه وویل چې پر دغه وګړي درانه تورونه لګېدلي دي.  د نړیوالو خبري رسنیو په حواله، تورن عبدالحمید [س] نومېږي او له ډېرو کلونو راهیسې یې د جرمني په دفاع وزارت کې د افغانستان د چارو د څېړونکي او ترجمان په توګه کار کاوه. د جرمني څارنوالۍ ویلي چې هغه په ۱۸ مواردو کې جرمني ته په ملي خیانت او د پټو رازونو د ساتنې پر قانون په جدي تېري تورن دی. راپورونه وايي چې هغه د جنورۍ په میاشت کې نیول شوی او هغه مهال پ۵۰ کلن و. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د راپور ورکوونکي اندېښنه

په ایران کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، تېر کال د بشري حقونو، د بیان د ازادیو او عادلانه محاکمو په برخو کې په ایران کې سختۍ زیاتې شوي. جاوېد رحمان پر ایران د اعدامونو له کبله هم انتقاد کړی دی. په دغه هېواد کې د اوو ماشومانو په ګډون په لسګونه کسان تېر کال اعدام شول. د جاوېد رحمان څرګندونې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د بشري حقونو د وضعیت په نوم، راپور کې خپرې شوې دي. دا راپور تېره میاشت چمتو شو او پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وړاندې شو. جاوېد رحمان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان د افغانستان د وضعیت په اړه له ډونالد ټرمپ سره خبرې وکړې

د پاکستان صدراعظم، عمران خان پرون د اګسټ په ۱۶مه، د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا له جمهور رئیس، ډونالد ټرمپ سره خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان او ټرمپ د ټیلیفوني مکالمې خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی، زلمی خلیل‌زاد هم په واشنګټن کې دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او صدراعظم عمران خان ژمنه کړې چې څومره چې د افغانستان د سولې پروسه پر مخ ځي په جريان کې به‌یې په دوامدار ډول په تماس کې پاتې کېږي. Читать дальше...