World News in Pashto

سرچینې: په بلوچستان کې د طالبانو د مشر ورور ووژل شو

د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله ورور پرون په بلوچستان کې د جومات دننه په چاودنه کې ووژل شو.


پولیس وایي، څلور تنه د کوټې ښار په یوه جومات کې په چاودنه کې وژل شوي او تر۲۰ ډېر ټپیان شوې دي.


افغان اسلامي اژانس او روېټرز د طالبانو د دوو سرچینو په وینا خبر ورکړی دی چې وایي، کله چې په جومات کې چاودنه کېده ملا هبت‌الله اخندزاده په جومات کې نه‌و، خو د ده کشر ورور حفیظ اخندزاده په دې چاودنه کې ووژل شو.


د پاکستان پولیسو د وژل شویو کسانو هویت نه‌دی څرګند کړی.


تر اوسه چا د دې چاودنې مسئولیت نه‌دی منلی.

Читайте на сайте