World News in Pashto

شاه دو شمشېره جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو بیا رغول کېږي

د کابل ښار په زړه کې د شاه دو شمشېره جومات د بیا رغولو کار پرون د اګسټ په ۱۶ مه، پیل شو.


د افغانستان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ویلي چې دا تاریخي جومات په څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو رغول کېږي او د بیارغونې کار به‌یې په تقریباً، دوو میاشتو کې پای ته ورسېږي.




د ارګ د خبرپاڼې په حواله، د شاه دو شمشېره جومات د بیارغونې د کار د پیل رسمي مراسمو ته د افغانستان د پخواني پاچا، امان‌الله خان لورګانې [پخوانۍ شاهزادګۍ] هندیه او ناجیه هم ورغلې وې.


پخواني پاچا، امان‌الله خان د ۱۹۱۹ میلادي کال د اسد په ۲۸مه د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه.


د افغانستان حکومت د ازادۍ د سلمې کلیزې د لمانځلو لپاره ترتیبات چټک کړي دي.

Читайте на сайте