World News in Pashto

ملي امنیت: پر ارګ او دفاع وزارت دوه تنه راکټ ویشتونکي ونیول شول

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د دوو تنو د نیولو خبر ورکوي چې غوښتل یې د جمهوري ریاست پر ارګ او په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ پر مراسمو راکټي برید وکړي.


د دغه ریاست په اعلامیه کې چې ازادي راډيو ته راغلې، پکې ویل شوي چې دغه نیول شوي دوه تنه د حقاني شبکې مربوط او د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې نیول شوي دي.


نن دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د اسد ۲۸مه په دفاع وزارت کې د د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې مراسم ونمانځل شول.


په دې مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

Читайте на сайте