World News in Pashto
Август
2019

Новости за 19.08.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې چې د داعش ټول مرکزونه به له منځه یوسي. د امريکا ولسمشر وايي په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر کم شوی دی. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډيو.

Pa.azadiradio.com 

میرویس: له دې وروسته ورته ژوند کومه معنی نه لري

میرویس هغه کس دی چې دوه شپې وړاندې یې د واده پر مراسمو ځان وژونکی برید وشو. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي: له دې وروسته ورته ژوند کومه معنی نه لري. ويډیو: ذکریا صفري جوړوونکی: ذکریا صفري خبریال: خاطر پردېس

Pa.azadiradio.com 

روغتیایي مسؤلین: په جلال اباد کې ۱۱ چاودنو له ۷۰ تنو ډېر ټپیان کړي

په ننګرهار کې ۱۱ چاودنو له ۷۰ تنه ټپيان کړي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند مبارز اتل ازادي راډيو ته وويل چې په خوګياڼو ولسوالۍ او مرکز جلال اباد کې ۱۱ چاودنې شوي چې پکې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د مرکزي روغتون وياند ګلزاده سنګر بيا وايي چې له چاودنو ورته ۷۰ تنو ډېر ټپيان ور وړل شوي چې ۲۳ یې ماشومان دي. له دې جلا په لغمان کې پر یوه کور د هاوان د ګولۍ د لګېدو له کبله ۶ تنه برسېرن ژوبل شوي دي. تراوسه د دولت کومې وسله والې ډلې د ننګرهار او لغمان د بریدونو مسؤلیت په غاړه نه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خپلواکۍ د سلمې کليزې جشن د افغانستان د هندوانو او سیکانو له خوا

د افغانستان هندوانو او سیکانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کليزه ونمانځله. د ازادي راډیو خبریال شفیع کریمي په کابل ښار کې د هندوانو یوه درمسال ته تللی او په اړه یي راپور چمتو کړی دی. ویډیو او اېډېټ: شفیع کریمې

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې په بې ساري ډول د خپلواکۍ د سلمې کلیزې نمانځنه

که څه هم افغان حکومت په رسمي ډول د خپلواکۍ د جشن مېلې او تفریحي پروګرامونه وځنډول، خو د کابل اوسېدونکو دا ښار په ملي بیرغونو وپوښه، لارو کوڅو ته راووتل او د خپلواکۍ سلمه کلیزه يې په بېلابېلو مراسمو ونمانځله. ویډیو او اېډېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په اړه د کرکټ لوبه د ګلبدین نایب لوبډلې وګټله

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په مناسبت د کرکټ په لوبه کې د ګلبدین نایب لوبډلې راشد خان لوبډلې ته ماته ورکړه. د دې لوبې پچه د ګلبدین نایب په مشرۍ د افغان ځوانانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان ځوانانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې وکړې چې له ډلې يې ګلبدین نایب ۵۴ احسان الله جنت او حشمت الله شهيدي هر يوه ۴۵-۴۵ او نجیب الله ځدراڼ ۱۳ منډې وکړې. د افغان اتلانو له لوري دولت ځدراڼ او فريد احمد ۲-۲، شاپور ځدراڼ او ضيا شريفي ۱-۱ لوبغاړي وسوځاول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکایي ځواکونو په تړاو د ډونالد ټرمپ د څرګندونو په اړه د ارګ غبرګون

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د جمهور رئیس د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له احتمالي وتلو وروسته به په دغه هېواد کې استخباراتي حضور ولري، وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون په شرایطو او وضعیت پورې تړلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان اقلیتونه کومې ستونزې لري؟

سل کاله وړاندې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د اقلیتونو مدني حقونه خوندي او ژوند یې هوسا و، خو اوس ځينې اقلیتونه وایي چې په ټولنه کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

Pa.azadiradio.com 

ملي امنیت: پر ارګ او دفاع وزارت دوه تنه راکټ ویشتونکي ونیول شول

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د دوو تنو د نیولو خبر ورکوي چې غوښتل یې د جمهوري ریاست پر ارګ او په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ پر مراسمو راکټي برید وکړي. د دغه ریاست په اعلامیه کې چې ازادي راډيو ته راغلې، پکې ویل شوي چې دغه نیول شوي دوه تنه د حقاني شبکې مربوط او د کابل ښار په قلعه زمان خان سیمه کې نیول شوي دي. نن دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د اسد ۲۸مه په دفاع وزارت کې د د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې مراسم ونمانځل شول. په دې مراسمو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني: دښمنان غواړي چې د افغانستان بیرغ په تور رنګ بدل کړي

ولسمشر غني په دارلامان ماڼۍ کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې وویل، دښمنان غواړي چې د افغانستان بیرغ په تور رنګ بدل کړي، خو امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد له درې رنګه بیرغه کلکه دفاع کوي.

Mashaalradio.com 

په ننګرهار کې یو شمېر چاودنې، ۶۵ کسان ژوبل

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، ژوبل کسان د جلال اباد او خوږیاڼیو بېلا بېلو روغتونونو ته وروړل شوي چې پکې زیاتره یې تر درملنې وروسته رخصت شوي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان اپوزیشن ګڼګوندیزه غونډه کړې

په اسلام اباد کې د غونډې کوربه مولانا فضل الرحمان دی چې پکې د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، متحده مجلس عمل، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر له خپل روسي سیال سره وکتل

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون نن دوشنبه په خپل استوګنځي کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل. تمه کېږي چې د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې پر پرمختګ متمرکزې وي. دوی به همداراز د سوریې د کړکېچ او له ایران سره په اټمي موافقې کې د اوسنیو اختلافاتو په اړه خبرې وکړي. ایمانوئل مکرون تر دې وړاندې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د پاریس په لمنه کې په ورسای ماڼۍ کې له پوتین سره لیدلي وو. د فرانسې او روسیې ولسمشران وروسته له دې سره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان: هندي پوځیانو په لانجمن کشمیر کې دوه ملکیان په ډزو وژلي

د پاکستان حکومت وايي، هندي پوځیانو د لانجمن کشمیر د کنټرول کرښې له هغې غاړې ډزې کړي چې په نتیجه کې یې دوه ملکیان وژل شوي او یو ټپي دی. د اګست له پنځمې راوروسته د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو چې نوي ډیلي د خپلې خوا د کشمیر ځانګړی حیثیت یا موقف پای ته ورساوه او ورسره په یو وخت یې په دې سیمه کې انټرنټي او ټيليفوني خدمات پرچاو کړل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د هند د سفارت یو استازی یې احضار کړی او د اوربند د پر له پسې سرغړونو په خاطر یې اعتراض ورسپارلی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د افغانستان سفارت د پاکستان د سفیر څرګندونې رد کړې

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د کشمیر له شخړې سره د افغانستان د مسئلې د تړلو په باب د پاکستان د سفیر پر څرګندونو غبرګون وښود. په واشنګټن کې د افغانستان سفارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پاکستان د سفیر اسد مجید خان دا څرګندونې بې اساسه دي چې ګنې په کشمیر کې روان کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغېزمنوي. د افغانستان سفارت ویلي چې د افغانستان له سولې سره د کشمیر د حالاتو تړل بې دلیله، غیر مسؤلانه او غیر موجه دي. تر دې مخکې هم ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو چې ممکن د کشمیر وضعیت د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره مذاکرات ستايلي

د امريکا ولسمشر په افغانستان کې د سولې د موافقې لپاره مذاکرات ستايلي او ویلي یې دي چې له طالبانو او افغان حکومت سره خبرې په ښه ډول پر مخ روانې دي. ډونالد ټرمپ پرون یکشنبه په نیوجرسي کې خبريالانو ته وویل: موږ له طالبانو او د افغانستان له حکومت سره ډېرې شې خبرې کړي دي. ويل کېږي چې د زلمي خليلزاد په مشرۍ امریکايي چارواکي او طالبان تر اتم پړاو خبرو وروسته د سولې موافقې ته نږدې شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم هیله څرګنده کړې ده چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې توافق ترلاسه شي.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د سولې او خپلواکۍ په هدف د بایسکل ځغلونې لوبه شوه

په کندهار کې د سولې او خپلواکۍ په هدف د بایسکل ځغلونې لوبه ترسره شوه دا سیالي په کندهار کې د پیوند او ارغند د مدني ټولنو په ګډې همکاري ترتیب شوې وه. د پیوند مدني ټولني مشر او د دې لوبې مسؤل حکمت الله صلحي وویل چې د بایسکل ځغلونې دا لوبه په ۲۰ کیلومتره فاصله کې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ترسره شوه. په دغه لوبه کې د کندهار ښار له بېلابېلو سيمو څخه ۲۵ لوبغاړو ګډون کړی و.

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو د افغانستان خلکو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ویلې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي د افغانستان خلکو ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې مبارکي ویلې او ویلي یې دي چې ځان د افغانانو په وباړ کې شریک بولي. تدامیچي یاماموتو ویلي، ملګري ملتونه باوري دي چې افغانستان په یوه مهم تاریخي پړاو کې دی چې له یوې خوا انتخاباتو ته تیاری نیسي او له بلې خوا له کلونو وروسته د سولې په برخه کې د حقیقي پرمختګ احتمال پیدا شوی دی.