World News in Pashto

په امریکا کې د افغانستان سفارت د پاکستان د سفیر څرګندونې رد کړې

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د کشمیر له شخړې سره د افغانستان د مسئلې د تړلو په باب د پاکستان د سفیر پر څرګندونو غبرګون وښود.


په واشنګټن کې د افغانستان سفارت پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پاکستان د سفیر اسد مجید خان دا څرګندونې بې اساسه دي چې ګنې په کشمیر کې روان کړکېچ د افغانستان د سولې بهیر اغېزمنوي.


د افغانستان سفارت ویلي چې د افغانستان له سولې سره د کشمیر د حالاتو تړل بې دلیله، غیر مسؤلانه او غیر موجه دي.


تر دې مخکې هم ځینو پاکستاني چارواکو ویلي وو چې ممکن د کشمیر وضعیت د افغانستان د سولې روانه پروسه چې پاکستان پکې مهم رول لري، اغېزمنه کړي.


 

Читайте на сайте