World News in Pashto

سرچینه: په پروان ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی

د پروان ولايت چارواکي وايي، په سيدخېل ولسوالۍ کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژل شوى دى.


د پروان يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه مامور تېره شپه په ډزو وژل شوى دى.


سرچينه وايي، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.

Читайте на сайте