World News in Pashto
Август
2019

Новости за 23.08.2019

Pa.azadiradio.com 

هراتیانو ته د اشرف غني انتخاباتي ژمنې

د افغانستان ولسمشر او د جمهوري ریاست ټاکنو ته کاندید محمد اشرف غني نن له خپل ټاکنیز ټیم سره یوځای هرات ولایت ته تللی دی. د شفیع کریمي په ویډیويي راپور کې وګورئ چې ښاغلي غني په هرات کې خپلو پلویانو ته څه څه ژمنې ورکړي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

افغان ولسمشراشرف غني وايي د امریکا اوطالبانو خبرې څاري. دوی چهارشنبه نهم دورخبرې پیل کړې. د امریکا او روسیې ترکړکیچ د امریکا له خوا د کروز راکټ تر ازمویلو وروسته اوج ته ورسېد. او یو ټایلندی مارګیر در پيژنو چې تر اوسه یې لس زره ماران نیولي دي. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د سیاسي مشرانو او فعالانو له نیولو او بندي کولو د عمران خان هدف څه دی؟

عمران خان یو کال وروسته له دې چې د پاکستان د صدراعظم په توګه یې د چارو واګي په لاس کې واخیستې، داسې ښکاري چې د سیاسي مشرانو او فعالانو د نیولو او بندي کولو په وسیله د اپوزیسیون د اعتراضونو مخه نیسي.

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: په پروان ولایت کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی

د پروان ولايت چارواکي وايي، په سيدخېل ولسوالۍ کې د ملي امنيت يو کارکوونکى وژل شوى دى. د پروان يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادي راډيو ته وويل چې دغه مامور تېره شپه په ډزو وژل شوى دى. سرچينه وايي، د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د بلخ په زارع ولسوالۍ کې ۶۶ طالبان وژل شوي

په بلخ ولايت کې امنيتي چارواکي وايي، په زارع ولسوالۍ کې د ملي اردو په هوايي حملو کې ۶۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي نن ازادي راډيو ته وويل چې په وژل شويو کې د طالبانو درې مهم قوماندانان هم شامل دي. ښاغلي رضايي ويلي چې په حملو کې ١٢ نور وسله وال طالبان ټپيان شوي دي. د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وايي، دغه هوايي حملې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شوي چې په لړ کې يې د طالبانو درې مرکزونه په نښه شوي دي. ٢٠٩ شاهين قول اردو وايي چې د بلخ ولايت په پنځو ولسواليو کې د افغان پوځيانو پوځي عمليات روان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مشهد او هرات ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شوې

د ايران يو خبري اژانس وايي چې د ايران د مشهد او هرات ولايت ترمنځ مستقيمې الوتنې پيل شوې. مهر خبري اژانس نن د ايران د خراسان رضوي هوايي ډګرونو د عمومي رئيس محمد باقر قاسمزاده په حواله خبر ورکړى چې دغه الوتنې به هره جمعه کېږي. د مشهد او هرات ترمنځ مستقيمې الوتنې چې مخکې د اريانا افغان هوايي شرکت او د ايران د کام هوايي شرکت له خوا ترسره کېدې، ځنډول شوې دي. تر دې وروسته به دغه پروازونه د ايران د کيش هوايي شرکت له خوا ترسره کېږي.

Mashaalradio.com 

بشري حقونو کميسيون: بلوچستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې دي

حبيب طاهر وايي په ټوله صوبه او په ځانګړې توګه په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر ازادانه حرکت او راغونډېدو بنديزونه دي. دلته خبريالان هم ډېر اغېزمن شوي دي او پر هغوی بنديزونه دي او په ازاده توګه خپل کار نشي کولای.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په فراه کې ٥ وسله وال طالبان وژل شوي

په فراه ولايت کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې ٥ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د فراه امنيه قومانداني وايي دغه پوځي عمليات چې لا هم دوام لري، د قاطع ملاتړ ماموريت هم په کې برخه لري. ويل شوي چې عمليات د پُشت رود ولسوالۍ د ناامنو سيمو د تصفيې لپاره پيل شوي دي. د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب نن وويل چې پرون د دغو عملياتو پر مهال بهرنيو ځواکونو د وسله والو مخالفانو يو موټر هم په نښه کړى دی. ده وویل: د فراه د پشت رود ولسوالۍ د ګجګين کلي په مربوطاتو کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموريت د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په خوګیاڼو کې ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسله والې نښتې له کبله ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي دي. ولايتي چارواکي وايي، په غازي اباد سيمه کې نښته تېره شپه وروسته له هغې پيل شوه چې لومړى وسله والو طالبانو پر يوه پوسته ډله ييزه حمله وکړه. د ننګرهار ولايت مطبوعاتي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي، په جګړه کې ٥ وسله وال طالبان او ٣ محلي پوليس وژل شوي، ٨ طالبان او ٢ محلي پوليس ټپيان شوي دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې د وسله والو مړي د جګړې په ځاى کې پاتې دي. له ننګرهاره په بل خبر کې ويل شوي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ناټو په افغانستان کې د دوو وژل شويو بهرنيو پوځيانو هويت په ډاګه کړ

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د دوو وژل شويو بهرنيو پوځيانو هويت په ډاګه کړ. دغه ماموريت دغه وژل شوي پوځيان د امريکا د پوځ د ځانګړو عملياتو د قوماندانۍ غړي بللي دي. پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل، د لویس ډیلیون فیګيروا او خوزه جې ګونځالیز په نوم دا دوه امریکايي پوځيان تېره چهارشنبه په فاریاب ولایت کې د سپکو وسلو په ډزو وژل شوي دي. په افغانستان کې له ٢٠٠١ میلادي کال راهيسې تر ٢٤٠٠ زیات امریکايي پوځيان مړه شوي دي. په دې هېواد کې امریکايي سرتېرو ته وروستي تلفات په داسې حال کې اوړي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسيې سياسي مخالف الکسي ناوالني له زندانه خوشې شوى

د روسيې د سياسي مخالف الکسي ناوالني ويانده وايي، وروسته له هغې چې د مسکو يوې محکمې د ناوالنې د بند د سزا د تمديد پېشنهاد رد کړ، نوموړى له زندان څخه خوشې شوى دى. کيرا يارمېش د خپل ټوېټر په حساب کې د ناوالني عکسونه خپاره کړي چې نن سهار له توقيف ځاى څخه د راوتلو په حال کې دى. په يوه عکس کې ناوالني ښکاري چې له دروازې دباندې د خبريالانو يوې ډلې ته خبرې کوي. الکسي ناوالني چې د کرملين له انتقادکوونکو دى، تېره مياشت وروسته له هغې په ٣٠ ورځني بند محکوم شو چې له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په يوه ممنوعه اعتراض کې برخه واخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مکرون: پاریس په کشمیر کې روان وضعيت له نږدې څاري

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس په کشمیر کې روان وضعيت له نږدې څاري. ښاغلي مکرون پر مودي ټینګار کړی چې د همالیا د دې وېشل شوې سیمې د دواړو غاړو د خلکو حقونو ته دې درناوى وکړي. مکرون دا څرګندونې پرون پنجشنبه وروسته له هغې کړي چې له پاریسه بهر یې په شانتیلي سیمه کې له مودي سره وکتل. مکرون ویلي، پلان لري چې ورته خبرې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وکړي. د فرانسې ولسمشر زیاته کړې چې نریندرا مودي ته یې ویلي، دا د هند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ او سلواکیا ترمنځ په تاترا غرونو کې تالندې پنځه تنه مړه کړي

د پولنډ او ګاونډي هېواد سلواکیا ترمنځ په تاترا غرونو کې تالندې د دوو ماشومانو په شمول لږترلږه پنځه تنه مړه کړي دي. چارواکو پرون پنجشنبه وویل، د تالندې ډېرى قربانیان د پولنډ په خوا کې دي چې پر یوې لوړې غرنۍ سیمې تالنده پرېوتې ده. په سلواکیا کې هم یو کس مړ شوی دی. په هغه سیمه کې چې ډېر غرختونکي ورځي، سل تنه نور ټپیان شوي هم دي. د پولنډ صدراعظم ماتيوس موراويه تسکي ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي وضیعت نازک دى. ژغورونکو ویلي، کله چې پر هغه وسپنيز زنځير چې ګرځندويان ورڅخه د غره څوکې ته د ختلو لپاره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني: طالبان د دې هېواد دي، خو د هېواد برخلیک ټاکونکي نه دي

ولسمشر اشرف غني وايي چې د ولسمشرۍ انتخابات د سولې له روانو هڅو سره کېږي او د سولې روان بهیر یې مخه نشي نیولی. ښاغلي غني پرون پنجشنبې د سوالونو او ځوابونو په یوه غونډه کې چې د طلوع د خصوصي ټلویزیون په نوښت جوړه شوې وه، د طالبانو د هغې غوښتنې په اړه چې وايي د ولسمشرۍ انتخابات دې وځنډول شي، د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې د طالبانو دا غوښتنه د خلکو د هیلو خلاف ده. دی وایي: طالبان د هېواد یوه برخه دي، خو د هېواد د برخلیک ټاکونکي نه دي، انتخابات د خلکو حق دی او د افغانستان خلکو پرېکړه کړې چې مشروع دولت ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مهاجرت نړیواله اداره په کندهار او نیمروز ولایتونو کې مرستې ځنډوي

د مهاجرت نړیواله اداره IOM په پام کې لري چې د بودجې د کموالي له کبله هېواد ته له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې پروګرام په کندهار او نیمروز ولایتونو کې وځنډوي. IOM په یوه بیان چې پرون خپور شو، ویلي دي چې مرستندویو هېوادونو د اګست د میاشتې تر نیمايي پورې له ایران او پاکستانه له راستنېدونکو افغانانو سره د مرستې د پروګرام د بودجې په سلو کې یوازې ۲۶ ورکړې ده. له دې پروګرام سره د سویس، ناروې، کاناډا او چک جمهوریت حکومتونه او ځیني نړیوالې ټولنې مالي مرسته کوي. دا په داسې حال کې ده چې له ایران... Читать дальше...