"داعش په افغانستان کې د منځنۍ اسیا وسله والو ته د اوسېدو ځای جوړوِي"
د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف ویلي چې اسلامي دولت ډله غواړي چې په افغانستان کې د منځنۍ اسیا وسله والو ته د اوسېدو ځای جوړ کړي.
بورتینکوف دا خبره نن د ګډو ګټو هېوادونو یا سي ای اس د ملي امنیت ادارو د مشرانو په ۴۷مه دور ناسته کې کړې ده.
دا ناسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده.
روسي خبري اژانسونو د بورتینکوف په حواله زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په چوکاټ کې د ځینو وسله والو ډلو د فعالیت شاهدان دي.
هغه د بېلګې په توګه د جماعت انصارالله او د ترکستان د اسلامي غورځنګ نومونه یاد کړي چې په خبره یې، له اسلامي دولت ډلې سره نږدې همغږي لري.
د افغانستان په شمال کې امنیتي وضعیت او پر مرکزي اسیا یې اغېزې د ګډو ګټو هېوادونو یا سي ای اس د ملي امنیت مشرانو د ۴۷م دور ناستې د بحث یوه مهمه موضوع ده.
د افغانستان په فاریاب، بدخشان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې موجودې دي.
چارواکو تأیید کړې چې لسګونه داعشیان له خپلو کورنیو سره یوځای په دغو سیمو کې اړولي او وسله وال فعالیتونه کوي.