World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 07.11.2019

Mashaalradio.com 

"ازادۍ مارچ" څه لاسته راوړنی لرلي دي؟

د لاریون تر پېلېدو یوه ورځ مخکې د اپوزېشن ګوند مسلیم لیګ ن رهبر نواز شریف د درغلۍ په کېس کې ضمانت منظور شو. په اسلام اباد کې د پرلت وهلو پر څلورمه ورځ د شریف د لور مریم نوازشریف هم په ضمانت له زندانه خوشې شوه.

Mashaalradio.com 

په قبایلو کې د پولیس نظام په وړاندې څه ستونزې دي؟

ه قبایلو کې د پولیسو کار پوځ په لاس کې اخیستی دی. د پوځ روزنه د سرحد ساتنې لپاره شوې، د پولیسو بېله روزنه شوې. دلته پوځ د پولیس کار کوي نو ځکه پکې وخت په وخت بدرنګي پیدا کیږي، مرګ ژوبله ترې کیږي، بې ګناه خلک ترې مري، چې پوځ د پولیسو کار پریښې نه وي نو د پولیس نظام ته لار نه هواریږي

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ترهګر له افغانستانه تاجکستان ته نه دي ننوتلي. نن په لبنان کې زرګونو زده کوونکي له اعتراضیه خوځښت سره یو ځای شول. په پاکستان کې د حکومت ضد لاریون دوام لري. نور تفصیل له ازادي ستوډيو.

Mashaalradio.com 

سعودي حکومت پر ساعتري په میلیونونه ډالر لګوي

سعودي عرب چې په تېر وختونو کې به پرې اکثره له دې کبله نيوکې کېدې چې په دې هېواد کې یې د بشري حقونو سرغړونه کيږي خو په شا وخوا تېرو دولس مياشتو کې يې په ړومي ځل ګڼ د اعلا کچې د سپورټس او نور تفريحي پروګرامونه کړي دي او خپلو پاليسيو کې يې بدلون راوستی. دا پروګرامونه چې پرې په ميلنونه ډالره مصرف شوي پکې نړيوالو لوبغاړو او نورو مشهورو خلکو هم برخه اخستې. په دې اړه د رويټرز خبري اژانس راپور له اسرار عالم مومنده اورو

Mashaalradio.com 

باران دی خو 'ازادي مارچ' روان دی

د جمعیت علمای اسلام ف ګوند په مشرۍ ازادي مارچ کې ګډون لپاره د ملک د مختلفو برخو راغلي مظاهرين له تېرو یکشبنې ورځو راهيسې په اسلام اباد کې موجود دي خو له څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې د شپې لخوا بارانونه پیل شوې دي چې دوی یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي. په دې اړه د احمد الله ویډیويي رپورټ وګورئ. ویډیو: عمران یونس

Pa.azadiradio.com 

"داعش په افغانستان کې د منځنۍ اسیا وسله والو ته د اوسېدو ځای جوړوِي"

د روسیې د فدرال امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف ویلي چې اسلامي دولت ډله غواړي چې په افغانستان کې د منځنۍ اسیا وسله والو ته د اوسېدو ځای جوړ کړي. بورتینکوف دا خبره نن د ګډو ګټو هېوادونو یا سي ای اس د ملي امنیت ادارو د مشرانو په ۴۷مه دور ناسته کې کړې ده. دا ناسته د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې ده. روسي خبري اژانسونو د بورتینکوف په حواله زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې په چوکاټ کې د ځینو وسله والو ډلو د فعالیت شاهدان دي. هغه د بېلګې په توګه د جماعت انصارالله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلګونه پناه غوښتونکي د پاریس په شمال کې بل ځای ته انتقالېږي

سلګونه پناه غوښتونکي چې ویل کېږي ډېری یې افغانان او افریقایان دي، نن د پاریس په شمال کې له دوو کمپونو څخه بل ځای ته انتقالېږي. یوه ورځ مخکې د فرانسې حکومت د مهاجرت د مخنیوي لپاره تدابیر اعلان کړل. د پناه غوښتونکو شمېر چې په سینټ ډينس کې په دې کمپونو کې اوسېدل، شپاړس سوه یاد شوی دی. د پاریس د پولیسو مشر دیدیر لالمنټ نن خبریالانو ته وویل، ډېری کورنۍ او کوچنيان په دې کمپ کې اوسېدل. د ده په وینا، دا کورنۍ ځانونه افغانان او له افریقايي هېوادونو معرفي کوي. د فرانسې چارواکو ویلي، نور اجازه نه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مونیکا د پولنډ پرځای غور غوره کړ

مونیکا د اروپا هوسا ژوند شاته پرېښود او د مرکزي افغانستان په یوې غرنۍ سیمه کې یې ژوند غوره کړ. یو کال کېږي چې دغه مېرمن د غور ولایت په لعل وسرجنګل ولسوالۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د انګلیسې ژبې ښوونکې ده. نور جزیات د خسرو منصور په راپور کې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

وحید عمر: د چین په ناسته کې ګډون کوونکی پلاوی د افغان دولت استازیتوب کوي

د افغانستان د پلاوي او طالبانو ترمنځ په چین کې د ناستې په اړه بحثونه په رسنیو کې تاوده شوي، خو تر اوسه د دغې ناستې نېټه اعلان شوې نه ده او دا هم څرګنده نه ده چې څوک به د افغانستان د دولت او سیاسي ډلو له خوا په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

Pa.azadiradio.com 

پولنډۍ مېرمن د غور په یوه ښوونځې کې ښوونکې

مونیکا د اروپا هوسا ژوند شاته پرېښود او د مرکزي افغانستان په یوې غرنۍ سیمه کې یې ژوند غوره کړ. یو کال کېږي چې دغه مېرمن د غور ولایت په لعل وسرجنګل ولسوالۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د انګلیسې ژبې ښوونکې ده. نور جزیات د خسرو منصور په راپور کې وګورئ

Mashaalradio.com 

کوټه: د بې وزلو ښځو وړیا پالنه

په کوټه کې د زړو ښځو ښېګړې اداره کې هغه بې وزله ښځې ساتل کېږي چې هېڅوک نه لري او یا یې د بېلا بېلو ستونزو له کبله خپل کورونه پرېښي او دلته یې پناه اخستې ده. په دې اړه د صمد شبنم ویډیویي ريورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

لوګر کې د پکتیا د استېناف محکمې د ۳ قاضیانو په ګډون ۴ تنه وژل شوي

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي چې نن د کابل – لوګر په عمومي سړک د وسله والو مخالفینو په یوه کمین کې د پکتیا د استېناف محکمې د درېیو قاضیانو په شمول څلور تنه وژل شوي. د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص په لنډه توګه ازادي راډیو ته د دې پېښې په اړه وویل: "ساحه په اردو پورې مربوط ده، موږ ور تسلیم کړې ده، هو هلته (محمد اغي ولسوالۍ) کې دا پېښه شوې ده، دری قاضیان او یو ملکي کس وژل شوي دي." د پکتیا د استېناف محکمې رئیس فضل قادر قناعت ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د استېیاف محکمې مرستیال، دوه قاضیان او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د غور – کابل د لارې د امنیت د ټينګښت لپاره تصفیوي عملیات پيل شوي

د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د غور – کابل لویې لارې د امنیت د ټينګښت لپاره یې تصفیوي عملیات پيل کړي دي. د غور د پولیسو ویاند سمېع نژاد ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات له دولتیار ولسوالۍ پیل او د طالبانو تر کاملې تصفیې به دوام لري. دی وایي: "د کابل – غور له لویې لارې د طالبانو د له منځه وړلو په هدف عملیات پيل شوي دي، په دې لارې باندې طالبانو ماینونه ايښودل، خلک یې ځورول او مسافرین یې وهل ټکول، د دښمن تر نابودۍ پورې به دا عملیات چې له دولتیار ولسوالۍ پيل شوي، دوام ولري." له یوې میاشتې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ترهګرۍ په نامه د خلکو اوچتول ودروئ: مولانا فضل الرحمن

د جميعت علمای اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن وايي، په پاکستان کې ټول ورک کړل شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي. نوموړي دا څرګندونې د نهې/سېشنبه په ماسخوتن په اسلام اباد کې د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته په خپله وينا کې کولې. ویډیو اېډیټ:هدایت سلطاني

Mashaalradio.com 

کمپيوټري سندرې پښتو موسيقي له زوال سره مخامخولای شي: علي حيدر

د پښتو سندرغاړی او کمپوزر ماسټر علي حیدر وایي خوشحاله دی چې پښتو موسیقۍ ته اوس لوستي کسان هم راغلي دي. د نوموړي په وينا نوي سندرغاړي بايد په حرفوي بڼه موسيقي زده کړي ځکه د کمپيوټري سندرو له لارې پښتو موسيقي له زوال سره مخامخېدلای شي. له نوموړي سره مرکه ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

خلک: د غزني په ښار کې دې هدفي وژنې بندې شي

د غزني اوسېدونکي له افغان امنیتي ځواکونو په ښار کې د ترورونو د روانې لړۍ د مخنیوي غوښتنه کوي. دوی وايي، له تېرو اوو اتو کالو د ښار په زړه حتی د ولایت او قوماندانۍ ترڅنګ دولتي کار کوونکي، امنیتي سرتېري، قومي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، مخور او ولسي خلک وژل شوي دي. بل لور بیا د غزني نظامي چارواکي ټینکار کوي چې نور به د دغه ډول پېښو مخنیوی کوي. د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له امر سره سم‌یې په ښار کې ځای پر ځای چک پواینټونه جوړ کړي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت د تاجکستان د چارواکو ادعا رد کړه

د افغانستان دفاع وزارت نن د تاجکستان د چارواکو هغه ادعا چې ګواکې وسله‌وال د افغانستان له پولې وراوښتي او حمله‌یې کړې وه، په کلکه رد کړه. د دفاع وزارت چارواکو وویل چې جګړه د تاجکستان په خاوره کې شوې او ترهګر هم له افغان خاورې دباندې وو. د تاجکستان چارواکو پرون ادعا وکړه چې د وسله‌والو یوې ډلې چې له افغانستانه وراوښتي او د اسلامي دولت ډلې یا داعش پورې تړلي وو، د دې هېواد پر یوې سرحدي پوستې حمله کړې ده. په دې حمله کې چې د تاجکستان د چارواکو په وینا، ۲۰ وسله‌والو برخه لرله، ۱۵ یې د دې هېواد له... Читать дальше...