"ټرمپ نه دي ویلي چې اوکراین ته پوځي مرستې د جوبایډن په اړه څېړنو پورې تړلې دي"
په اروپايي ټولنه کې د امریکا سفیر د کانګرس د استازو مجلس استماعیه غونډې ته ویلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ هېڅکله نه دي ورته ویلي چې اوکراین ته د پوځي مرستو ورکول له دې سره ارتباط لري چې د اوکراین مشران د ټرمپ د سیاسي رقیب په اړه د تحقیق امر وکړي.