World News in Pashto
Ноябрь
2019

Новости за 21.11.2019

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ هیله ښوولې د بندیانو تبادله د افغانستان سوله کې پرمختګونو ته لاره هواره کړي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هېله څرګنده کړې چې  په په افغانستان کې د بندیانو وروستۍ تبادله به د سولې په برخه کې د اوربند په څېر ښو پرمختګونو ته لاره هواره کړي. ولسمشر ټرمپ پرون (نومبر ۲۰مه) پر خپل ټویټر ولیکل، د طالبانو له برمتې څخه د کیون کینګ او ټیموټي ویکس د خوشې کېدو په خوښۍ کې د دوی له کورنیو سره شریک دی. په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دا دوه استادان چې یو امریکایی او بل استرالیایی دی، وروسته له هغې طالبانو امریکايي لوري ته وسپارل چې د افغانستان حکومت له بګرام زندان څخه د انس حقاني په شمول درې مهم طالب بندیان خوشې کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"ټرمپ نه دي ویلي چې اوکراین ته پوځي مرستې د جوبایډن په اړه څېړنو پورې تړلې دي"

په اروپايي ټولنه کې د امریکا  سفیر د کانګرس د استازو مجلس استماعیه غونډې ته ویلي، ولسمشر ډونالد ټرمپ هېڅکله نه دي ورته ویلي چې اوکراین ته د پوځي مرستو ورکول له دې سره ارتباط لري چې د اوکراین مشران د ټرمپ د سیاسي رقیب په اړه د تحقیق امر وکړي.