World News in Pashto

فاریاب کې د مېوو ۴۳۶ بڼونه جوړېږي

ټاکل شوې، چې په فاریاب ولایت کې د مېوو ۴۳۶ نوي بڼونه جوړ شي.


د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې

د دغو بڼونو د جوړولو لړۍ د ۳۰ زره او ۵۰۰ مثمرو نیالګیو په وېش سره پیل شوې ده.


دغه نیالګي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورکول کېږي د زردالو، الو، املوک، بادام، انار، چهارمغز، ګیلاس، مڼه، ناک، شفتالو او انګورو نیالګي شامل دي، چې له برخمن شویو بڼوالو یوازې د نیالګیو ۵۰ سلنه لګښت اخیستل کېږي.


 

Читайте на сайте