World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 01.01.2020

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

په سلګونو امریکایي پوځیان منځي ختیځ ته روان دي. په استرالیا کې تازه اورونو خلک وژلي او لارې بندې کړي. په هانګ کانګ کې د کال په لومړۍ ورځ خلکو تورې جامې اغوستي او په نوره نړۍ کې نوی کال لمانځل شوی.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ژمي لومړنۍ واورې پر ورېدو د خلکو خوښي

د پلازمېنې اوسېدونکي له ښاره بهر پغمان سیمې ته راغلي ترڅو د روان ژمي د لومړنۍ واورې ورېدو هرکلی وکړي. شفیع کریمي پغمان ولسوالۍ ته تللی او دا ویډیويي راپور یې چمتو کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان مشهور کومیډین اصف جلالي ومړ

د افغانستان مشهور کومیډین محمد اصف جلالي نن د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي تائیدوي چې ښاغلی جلالي د زړه حملې له امله ساه ورکړې ده. نوموړي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د افغانستان په بېلابېلو رسنیو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل. نوموړي خپل هنري فعالیتونه د افغانستان له ملي راډیو تلویزیون څخه پیل کړل. جلالي چې ځینې یې کاکا اصف هم بولي په څو سینمايي فلمونو کې هم رول لوبولی دی. هغه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په خصوصي ټلویزیونونو کې تفریحي پروګرامونه مخته وړل چې ډېر مینه وال یې لرل.

Mashaalradio.com 

د پښتنو پر سيمو د اب و هوا بدلون اغېز؟

په پاکستان، هند او افغانستان کې په دې وروستيو کې د هوا ککړتيا يا الودګۍ جدي بڼه خپله کړې ده. په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته ويل شوي چې په دې هېواد کې هرکال د الودګۍ له کبله يو لکه ۲۸ زره کسان يا خو مستقيم يا غير مستقيم مړه کېږي. د افغانستان پلازمينه کابل کې د ککړې هوا له وجې د ساه له ناروغيو ۱۷ کسان مړه شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې نن په پاکستان او افغانستان کې د خلکو پر ژوند د اب وهوا د بدلون اغېز څېړو.مېلمانه د پېښور پوهنتون د چاپېريال ساتنې څانګې استادان ډاکټر حزب... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښتنو په اتڼ کولو سره د نوي کال هرکلی وکړ

د پاکستان پنډۍ ښار کې يوشمېر پښتنو په اتڼ کولو سره د نوي کال ۲۰۲۰م هرکلی وکړ. د يو سوداګر له اعلان سره سم به د نوي کال په شپه په پراخه کچه د اورلوبې ننداره کېده خو د ځايي چارواکيو د نه اجازې وروسته ورغليو خلکو له يو بل سره عکسونه واخیستل او پښتنو ځوانانو اتڼ وکړ.

Mashaalradio.com 

امریکا منځني ختیځ ته ۷۵۰ نور پوځيان استوي

د ايران ملاتړ لرونکي حشد الشعبي نومې ډلې له خپلو پلويانو غوښتي چې په عراق کې د امريکايي سفارت د ودانۍ له خوا او شا راوګرځي. د مظاهره چيانو تر څنګ د دې ډلې غړو پر امريکايي سفارت ودانۍ ډبرې ورولې او ځينو شيانو ته یې اور واچاوه.

Pa.azadiradio.com 

فاریاب کې د مېوو ۴۳۶ بڼونه جوړېږي

ټاکل شوې، چې په فاریاب ولایت کې د مېوو ۴۳۶ نوي بڼونه جوړ شي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو بڼونو د جوړولو لړۍ د ۳۰ زره او ۵۰۰ مثمرو نیالګیو په وېش سره پیل شوې ده. دغه نیالګي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا ورکول کېږي د زردالو، الو، املوک، بادام، انار، چهارمغز، ګیلاس، مڼه، ناک، شفتالو او انګورو نیالګي شامل دي، چې له برخمن شویو بڼوالو یوازې د نیالګیو ۵۰ سلنه لګښت اخیستل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه بیا فعالیت پیلوي

په افغانستان کې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه بیا خپل فعالیت پیلوي. د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې ازبکستان هېواد له دوې سره ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه به بیرته فعالوي. هغه زیاته کړه: "مونږ هڅه وکړه څو هغو هېوادونو سره چې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ او د نخو د جوړولو په برخه کې تجربه لري خصوصن ازبکستان، له دوی سره کار پیل کړو چې څنګه کولای شو د هېود دغه شرکتونه بیرته فعاله کړو." ښاغلی مسجدي وايي، ټاکل شوې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

م م: نن به په نړۍ کې له ۳۹۲۰۷۸ ډېر ماشومان وزېږي

ملګري ملتونه اټکل کوي نن د جنورۍ په لومړۍ به په نړۍ کې ۳ لکه ۹۲ زره ۷۸ ماشومان وزېږي. ملګروملتو دا شمېره د دې لپاره خپره کړې چې هغو ماشومانو ته پام واړوي چې د زوکړې په لومړۍ میاشت مري. د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونسیف د نوي میلادي کال په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ۲۰۱۸ میلادي کال د هغو دوه نیم ملیونه نویو زېږېدلیو ماشومانو په منځ کې چې د خپل ژوند په لومړۍ میاشت کې مړه شوي، درېمه برخه یې د خپل ژوند په لومړۍ ورځ مړه شوي دي. د ملګروملتو په وینا د اکثرو ماشومانو د مړینې مخنیوی کېدای شوای. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان لانجمنې ټاکنې

په تېر ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان د ولسي جرګې جنجالي ټاکنو پایلې اعلان شوې او ورپسې په سپټمبر کې د ولسمشرۍ انتخابات وشول چې د درېیو میاشتو په تېرېدو یې لا وروستی برخلیک څرګند نه دی.

Pa.azadiradio.com 

یواځې د ټېلري موټرو پر مخ سالنګ لار تړل شوې

د واورو له اورېدو سره په یو وخت د سالنګ پر لویه لار د ټېلر لرونکو موټرو تګ راتګ منع شو. د سالنګونو د ساتنې د ادارې مسوولانو ازادي راډیو ته نن (چهارشنبه) وویل، په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د واورې له اورېدو سره هممهاله شدید باد سبب شو چې دا لویه لار د ټېلر لرونکو باري موټرو پر مخ بنده کړي. خو نور موټر لا هم په دې لاره تګ راتګ کولی شي. د سالنګونو د ساتنې د ریاست اجرايي مدیر سمیع الله ازادي راډیو ته وویل چې د واورې اورښت به ۲۴ ساعته نور هم دوام وکړي او تر هغو چې واوره اوري، ټیلر لرونکو موټرو ته په دې لار د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

Pa.azadiradio.com 

امنیتي سرچینه: کندز کې ۱۳ سرتېري وژل شوي

یوه امنیتي سرچینه وايي، د کندز په ارچي ولسوالي کې ۱۳ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي. یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په ارچي کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په لړ کې یې ۱۳ سیمه ییز پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیې یفتلي هم دا پېښه تایید کړه. دې نن (چهارشنبه) ازادي راډیو ته وویل، ظالبانو په دې برید کې، چې د شپې په ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې یې وکړ، د ۱۳ سرتېرو د وژلو ترڅنګ ۲ نور ژوبل کړل. خو د کندز د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

'۲۰۱۹ د افغانستان لپاره خونړی کال و'

که څه هم په ۲۰۱۹ میلادي کال کې نږدې ۲زره ملکیان د ځانمرګو، چاودنو او وسله‌والو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي خو امنیتي او دفاعي ځواکونه دا کال د ځان لپاره له لاس‌ته راوړنو ډک بولي.

Mashaalradio.com 

پښتو موسيقي په نړيوال کچ د خلکو تر غوږونو رسول غواړم: زبېر نواز

د پښتو ځوان سندرغاړی زبېرنواز چې په امریکا کې ژوند کوي وایي غواړي پښتو موسیقي د نړۍ په کچ د خلکو تر غوږونو ورسوي. د نوموړي په وينا موسیقي تر ډیرو هغو کارونو ښه ده چې بدې پایلې ولري. له زبېر نواز سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ چې د عظمت علی شاه په مرسته جوړ شوی.

Pa.azadiradio.com 

خوست کې د پانګونې په هدف د ځمکې او برېښنا اسانتیاوو غوښتنه

په خوست کې د فابریکو خاوندانو له حکومت څخه وغوښتل چې په دې ولایت کې پانګونې ته د پانګه والو د هڅولو لپاره د ځمکې او برېښنا اسانتیا برابرې کړي. په خوست کې د کانونو او صنایعو خونو مشر ګل زالي خان جانان ازادي راډیو ته وویل، که اسانتیاوې برابرې شي لسګونو زره تنو ته به کار برابر شي. هغه زیاته کړه: "په خوست کې ۱۲۰ فابریکې شته چې په دې کې لږ تر لږه ۸ زره کارګر کار کوي، دا په حقیقت کې اته زره کورنیو ته د نفقې د پیدا کولو یوه زمینه ده، که په راتلونکې موږ ته صنعتي پارک جوړ شي او برېښنا راشي، نو تر شلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې او پولنډ ناندریو په اړه د امریکا او جرمني غبرګون

په پولنډ کې د امریکا او جرمني سفیرانو په دې موضوع چې چا دویمه نړیواله جګړه پیل کړه، له روسیې سره د پولنډ په ناندرۍ کې د ټولنیزو رسنیو له لارې د پولنډ ننګه وکړه. د جرمني سفیر رولف نیکیل او د امریکا سفیرې جورجیټ ماس بکر پرون (سې شنبه) وویل، جرمني او شوروي اتحاد په ګډه په ۱۹۳۹ میلادي کال جګړه پیل کړه چې له کبله یې په اروپا کې لسګونه میلیونه انسانان ووژل شول. د امریکا سفیرې لیکلي: "ګرانه ولسمشر پوتینه، د جرمني ادولف هیتلر او د شوروي اتحاد جوزیف ستالین په پټه سره جوړه وکړه چې دویمه نړیواله جګړه پیل... Читать дальше...