World News in Pashto

د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه بیا فعالیت پیلوي

په افغانستان کې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه بیا خپل فعالیت پیلوي.


د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې ازبکستان هېواد له دوې سره ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ شرکتونه به بیرته فعالوي.


هغه زیاته کړه: "مونږ هڅه وکړه څو هغو هېوادونو سره چې د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ او د نخو د جوړولو په برخه کې تجربه لري خصوصن ازبکستان، له دوی سره کار پیل کړو چې څنګه کولای شو د هېود دغه شرکتونه بیرته فعاله کړو."


ښاغلی مسجدي وايي، ټاکل شوې چې تر راتلونکې یوې میاشتي پورې د بلخ د نباتي غوړیو او پنبه دانۍ فابریکې ته له ازبکستان څخه ماشینونه او نور وسایل راوړل شي.


دغه فابرېکې له تېرو ۳ لسیزو جګړو له امله ویجاړې شوي دي.


 د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د شوې هوکړې پربنسټ به د بلخ، کندهار، پلخمري او ګلبهار ۷ تصدۍ او د نساجي شرکتونه د ازبکستان هیواد په همکارۍ بېرته فعاله شي.


د یادو فابریکو د بیا رغونې سره به ۱۵۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول او ۵۰۰۰ کسانو ته به په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.


 

Читайте на сайте