World News in Pashto

د عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت لومړیتوبونه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره لومړیتوبونه مشخص کړل.


د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوي د ساختماني موادو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ ساحې مشخصې کړې دي.


هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې شپږ بيلابيل تړونونه لاسلیک شوي دي، ۱۴ نورې پروژې هم چمتو دي، اساسي مسله داده چې مونږ د خپلو عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره په لسو منرالونو باندې کار کوو."


په دغو منرالونو کې چې د افغانستان د کانونو وزارت د عایداتي سرچینو لپاره غوره کړي تالک، مرمر، کرومایټ، مالګه او نورې برخې شاملې دي.

Читайте на сайте