World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 08.01.2020

Mashaalradio.com 

عمران خان: د 'امن' لپاره ایران،سعودي او امریکا ته استازی لېږم

عمران خان د جنورۍ پر اتمه پر ټویټر ولیکل، د پوځ مشر ته یې ویلي چې د هغو هیوادونو له پوځي مشرانو سره اړیکه ونیسي او دا پیغام ورکړي چې" پاکستان د امن لپاره خپل کردار ادا کولو ته تیار دی خو د جګړې برخه نه جوړیږي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي وايي، پر عراقي نظامي اډو راکټي حملې د امریکا پر مخ څپېړه ده. په ایران کې د یوه اکرایني هوايي شرکت الوتکه لوېدلې. د سومالیا په پلازمېنه کې په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

Pa.azadiradio.com 

د کنړ ولایت د زیړي بابا پل د جوړولو هڅې

دغه پل ۱۱ کاله وړاندې ویجاړ شو او له همغه راهیسې د سیمې خلک له سیند څخه د تېرېدو لپاره له کښتیو استفاده کوي. نور جزییات یې د روح الله انوري په راپور کې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

"تخار کې خپلسرو وسله والو د خلکو ژوند تریخ کړی"

د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار د یو شمېر ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو اوسېدونکي خپلسري وسله وال، په هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او د عامو خلکو په ځورولو تورنوې.

Pa.azadiradio.com 

"د نړۍ هېوادونه دې د افغانستان د سولې د اجماع پیاوړتیا کې رول ولوبوي"

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې څرګندونو په غبرګون چې ایران د افغانستان سوله زیانمنوي وایي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغان سولې د اجماع د پیاوړتیا لپاره رول ولوبوي.

Mashaalradio.com 

دياکستان پوځي قانون ملاتړ په اړه د پاکستان اپوزيشن تر پوښتنو لاندې؟

د پاکستان قامي اسمبلۍ وروسته سېنېت هم د جنورۍ پر اتمه نېټه ددې هېواد د پوځي مشرانو د کاري مودو د زياتولو په اړه د حکومت له خوا وړاندې شوي قانونونو مسودې منظورې کړې.د ولسمشر تر لاسليک وروسته به قانونونه رسمي بڼه خپله کړي.اپوزيشن ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز او عوامي نېشنل پارټۍ په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې د قانونونو ملاتړ کړی چې دې خبرې ددې ګوندونو ځينې غړي او سياسي چارو پوهان حيرانه کړي دي. دغو درې واړو ګوندونو تور پورې کړی وو چې د جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ پوځ د تېرکال په عامو انتخاباتو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست کې د کادري روغتون فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ دي

د خوست شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون چې څلور میاشتې مخکې فعال شوی او ۵۲ تنه روغتیايي کارکوونکي لري، ډېر لږ ناروغان ورته درملنې لپاره راځي. د روغتون مسوولین یې لامل د برښنا او بودیجې په ګډون ځینې ستونزې یادوي. نور د نجیب الله الوخیل په ویډیويي رپوټ کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

د اوکراینۍ الوتکې پېښه: د افغانانو په ګډون ۱۷۶ کسان وژل شوي

د جنورۍ پر اتمه د یوې اوکراینۍ مساپروړونکې الوتکې پرېوتو په پېښه کې د څلورو افغانانو په ګډون سپاره ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي دي. د الوتکه د ایران له پلازمېنې تهرانه تر الوت لږ ساعت وروسته پرېوتې چې پکې ۸۲ ایرانیان او ۶۳ کاناډايي وګړي هم شامل ول. د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

فراه کې د افغانستان د پوځ یوه هلیکوپټره رالوېدلې ده

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د پوځ یو "ام ای-۳۵" ډوله هلیکوپټره د تخنیکي ستونزو له امله په فراه کې نسکوره شوې ده. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن چهارشنبه (جدي ۱۸مه) له غرمې مخکې په ۱۱ بجو رامنځته شوې ده. دفاع وزارت ویلي، د ملي اردو دغه جنګي هلیکوپټره د فراه له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله راولوېده. د خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې د هوايي ځواکونو دوه پیلوټان وژل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

ننګرهار کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو ورکړې په تړاو هڅې

د ننګرهار د کرنې ریاست او یوشمېر نورو ادارو له لوري د کرنې په برخه کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو د ورکړې په تړاو د دولتي ادارو او بانکونو له چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې، چې نن په جلالا اباد کې جوړه شوه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل: "دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د پورونو ورکړه په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کولای شي." ښاغلي بهسودي د کرنې ادارې له لوري مېرمنو ته په تېر کال کې د ترسره شويو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.

Pa.azadiradio.com 

د عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره د کانونو او پټرولیم وزارت لومړیتوبونه

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره لومړیتوبونه مشخص کړل. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوي د ساختماني موادو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ ساحې مشخصې کړې دي. هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې شپږ بيلابيل تړونونه لاسلیک شوي دي، ۱۴ نورې پروژې هم چمتو دي، اساسي مسله داده چې مونږ د خپلو عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره په لسو منرالونو باندې کار کوو." په دغو منرالونو کې چې د افغانستان د کانونو وزارت د عایداتي سرچینو لپاره غوره کړي تالک، مرمر، کرومایټ، مالګه او نورې برخې شاملې دي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا د ایران، عراق او د خلیج پر اوبو د الوتکو پروازونه منع کړي

د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې د ایران، عراق او د خلیج د سیمې پر اوبو د هغو ټولو هوایي شرکتونو د الوتکو پروازونه منع کړي چې په امریکا کې ثبت دي. دا وروسته له هغه چې نن سهار وختي په عراق کې د امریکایي ځواکونو په دوو پوځي اډو د ایران له‌خوا راکټي بریدونه وشول. د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې ویلي چې په منځني ختیځ کې وضعیت کلک څاري. د دې ادارې په بیان کې زیاته شوې چې په منځني ختیځ کې د پوځي فعالیتونو او سیاسي کړکېچونو د زیاتېدو په خاطر په پروازونو باندې ممنوعیت لګول شوی. د امریکا له دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې

په تهران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې ده. دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله لیکلې ده. د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند رضا جعفر زاده وویل چې نن سهار په پاو باندې پنځو بجو د تهران له امام خمیني نړیوال هوايي ډګره د اوکرایین نړیوال هوايي شرکت یوه بویینګ ۸۰۰-۷۳۷ د کییف په مقصد والوته خو له پرواز لږ وروسته ولوېده. لومړی د پېښې علت تخنیکي عوامل یاد شوي و. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اوکرایینۍ الوتکې د ټولو سورلیو د وژل کېدو خبره تایید... Читать дальше...