World News in Pashto

امریکا د ایران، عراق او د خلیج پر اوبو د الوتکو پروازونه منع کړي

د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې د ایران، عراق او د خلیج د سیمې پر اوبو د هغو ټولو هوایي شرکتونو د الوتکو پروازونه منع کړي چې په امریکا کې ثبت دي.


دا وروسته له هغه چې نن سهار وختي په عراق کې د امریکایي ځواکونو په دوو پوځي اډو د ایران له‌خوا راکټي بریدونه وشول.


د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې ویلي چې په منځني ختیځ کې وضعیت کلک څاري.


د دې ادارې په بیان کې زیاته شوې چې په منځني ختیځ کې د پوځي فعالیتونو او سیاسي کړکېچونو د زیاتېدو په خاطر په پروازونو باندې ممنوعیت لګول شوی.


د امریکا له دې پرېکړې څو ساعته مخکې ایران څه باندې ۱۲ بالسټیک راکټونه له خپلې خاورې په عراق کې د امریکا په دوو پوځي اډو وتوغول.


د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.


تر اوسه د دې بریدونو د زیانونو په اړه جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

Читайте на сайте