World News in Pashto

ایران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې

په تهران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې ده.


دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله لیکلې ده.


د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند رضا جعفر زاده وویل چې نن سهار په پاو باندې پنځو بجو د تهران له امام خمیني نړیوال هوايي ډګره د اوکرایین نړیوال هوايي شرکت یوه بویینګ ۸۰۰-۷۳۷ د کییف په مقصد والوته خو له پرواز لږ وروسته ولوېده.


لومړی د پېښې علت تخنیکي عوامل یاد شوي و.


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اوکرایینۍ الوتکې د ټولو سورلیو د وژل کېدو خبره تایید کړې او د وژل شویو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.


دا لا نه ده معلومه چې په الوتکه کې د کومو کومو هېوادونو اتباع ناست و.

Читайте на сайте