World News in Pashto

پښتنې فعالانې له ډيجېټل ټېکنالوجۍ څنګه سیاسي ګټه اخېستلائ شي؟

د مې پر نهمه نېټه پښتنو ښځو په نړيواله کچه د ويډيو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عارف وزير د وژنې پر ضد ويډيو کانفرنس کړی وو. دا لومړۍ ځل وو چې پښتنې د ويډيو کانفرنس له لارې سره په تماس کې شوې. هم دې ته په کتو سره په اوونيزه خپرونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره شوې ده چې پښتنې ښځې څنګه کولای شي د ټېګنالوجۍ له لارې د خپلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او تعليمي حقونو لپاره غږ پورته کړي.؟ دا پوښتنې په کانفرنس کې برخه اخيستونکيو فعالانو ګلالۍ اسماعيل، ثنا اعجاز او سايره نورزۍ سره څېړل شوې دي.

Читайте на сайте