World News in Pashto
Май
2020

Новости за 13.05.2020

Mashaalradio.com 

د مکالمې او زغم کلتور رواجولو لپاره د لوست غونډو اهمیت

محمد شهزاد وایي د دغه غونډې د جوړولو مقصد یې دا وو چې په ټولنه کې د مکالمې کلتور بیا ژوندی کړي، په ټولنه کې د زغم زیاتولو لپاره کار وکړي او په ځوانانو کې دا پېغام خپور کړي چې د یو بل سره د اختلاف لرلو باوجود هم ژوند کېدای شي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر: ایران ترورېزم ته لمن وهي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن سهار بیت‌المقدس ته ورسېد چې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د اسرائیل د نوي حکومت له نورو مشرانو سره په منځني ختیځ کې د ایران پر فعالیتونو خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

هغه ماشومان چې په ټول عمر به خپلې میندې ونه‌ګوري

د کابل سې شنبې ورځې وسله‌وال برید کې د یو شمېر ماشومانو میندې چې تازه‌یې یاد ماشومان نړۍ ته راوړي وو ووژل شوې چې اوس یو شمېر مېرمنې د انساني همدردۍ له امله یادو ماشومانو ته شيدې ورکوي. فرید الله سعادت د یادو ماشومانو لیدلو ته ورغلی وو.

Mashaalradio.com 

د کورونا وبا مخنیوي په خاطر، سینیګال سرکار د خلکو کورونو ته ډوډۍ وروړي

افریقايي هېواد سینیګال کې د مې تر ۱۱مې کورونا وایرس ۱۲۷۰ کسان ناروغه کړي او ۱۳یې مړه کړي دي. په داسې حال کې چې په دې هېواد کې د مسلمانانو اکثریت دی او د روژه ماتې لپاره په نانبایانو ډېره ګڼه جوړېږي، د کورونا وایرس د خورېدو مخنیوي په خاطر د سینیګال حکومت دغلته د خلکو په ورتګ بندېز لګولی او کورونو ته د ډوډۍ رسولو لپاره یې یو ځانګړی پروګرام پیل کړی. په دې هکله د امریکا غږ یو ويډیوي رپورټ درته منورشاه وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

امریکا: افغان حکومت او طالبان دې د وروستیو بریدونو عاملان عدالت ته راکاږي

وړاندې په ننګرهار کې د یوه سیمه‌ییز پولیس د قوماندان جنازې پر مراسمو ځان وژونکي برید ته اشاره شوې ده او لیکل شوي چې ترهګر به کله هم د ملکیانو د وژلو له لارې خپل اهداف ترلاسه نه‌کړي.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: کابل او ننګرهار کې پروني بریدونه طالبانو کړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، کابل او ننګرهار کې پروني بریدونه د طالبانو له‌خوا شوي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبان نه‌شي کولای یوازې د یوې اعلامیې په صادرولو سره دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي. ښاغلي صدیقي وویل، د سولې په وړاندې دا مهال لوی خڼد د طالبانو جګړه ده او ده له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان د جګړې پای ته وهڅوي. له دې وړاندې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي هم وویل، دوی ته د داعش او طالبانو د همکارۍ حقیقت د داعش د یو شمېر نیول شویو کسانو له خبرو معلوم شوی دی.ښاغلي اندرابي ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د افغان حکومت د زندانیانو راسپارل شوی لېست نیمګړتیاوې لري

طالبان وایي، د افغان حکومت له‌خوا د زندانیانو د ازادېدو په اړه ورکړل شوی لېست نمیګړتیاوې لري او د زندانیانو د پېژندګلوۍ جزئیات په‌کې نه‌شته. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، لېست کې د ورکړل شویو کسانو له ډلې یو شمېر لادرکه دي او ځینې یې هغه کسان دي چې داعش وژلي دي. ده ویلي، طالبانو په دې وروستیو کې د افغان حکومت ۲۶۱ زندانیان ازاد کړي دي او په خبره‌یې افغان حکومت باید پر یوې او بلې پلمې د سولې د هوکړې په وړاندې خنډونه جوړ نه‌کړي. څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سېف د چلډرن: تېر ۴۸ ساعتونه د افغان ماشومانو لپاره ډېر خونړي وو

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (سېف د چلډرن) ویلي، تېر ۴۸ ساعتونه افغان ماشومانو ته ډېر خونړي وو. د دغه سازمان د افغانستان څانګې مشر تیموتي بیشپ د کابل پروني برید ته په اشارې لیکلي، د زېږېدلي ماشوم لومړنۍ شېبې باید د مور غېږه کې تېرې شي، نه د ډزو او باروتو په اور کې. ښاغلي بیشپ ویلي، کابل کې پر پروني بې‌رحمانه برید سربېره فراه، لوګر او پکتیکا ولایتونو کې هم بریدونو ۷ ماشومان ووژل.د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې ویلي، داسې حال کې چې نړۍ له کرونا ویروس سره پر مبارزې بوخته ده، غواړي چې افغانستان کې د جګړې ښکېلې خواوې جګړه ودروي.

Mashaalradio.com 

د کورونا وبا ټولبند نرمولو کې احتیاط پکار دی: روغتیا نړیواله اداره

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره ټولبند کې نرمي روانه ده خو د صحت نړیواله اداره وايي، په دې کې د تندۍ پرځای یې ډېر احتیاط پکار دی. دا راز د دې وایرس ضد د ویکسینو جوړولو لپاره هلې ځلې هم روانې دي. بلخوا د خوراک نړیواله اداره وايي چې ځینې هېوادونه د کورونا وایرس د محدودیتونو له کبله د خوراک له کمي سره هم مخامخېدای شي. په دې هکله د رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو له ویډیوګانو جوړ شوی د مشال راډیو مرکزي څانګې رپورټ درته منورشاه وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایران سرحدي کمیسارۍ د افغانانو د ډوبېدو پېښې څېړنه پیلوي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۲۴» یوې خبرې غونډې ته وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ مذاکراتو کې په دې هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو سرحدي کمیساري دې نن په دې اړه څېړنې پیل او ژر تر ژره د پېښې پلټنه ترسره شي.

Mashaalradio.com 

پښتنې فعالانې له ډيجېټل ټېکنالوجۍ څنګه سیاسي ګټه اخېستلائ شي؟

د مې پر نهمه نېټه پښتنو ښځو په نړيواله کچه د ويډيو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عارف وزير د وژنې پر ضد ويډيو کانفرنس کړی وو. دا لومړۍ ځل وو چې پښتنې د ويډيو کانفرنس له لارې سره په تماس کې شوې. هم دې ته په کتو سره په اوونيزه خپرونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره شوې ده چې پښتنې ښځې څنګه کولای شي د ټېګنالوجۍ له لارې د خپلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او تعليمي حقونو لپاره غږ پورته کړي.؟ دا پوښتنې په کانفرنس کې برخه اخيستونکيو فعالانو ګلالۍ اسماعيل، ثنا اعجاز او سايره نورزۍ سره څېړل شوې دي.

Pa.azadiradio.com 

اتمر: ایران او افغانستان د افغانانو د ډوبېدو پېښې ګډې پلتنې پیل کړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، سر له نن نه د ایران او افغانستان سرحدي کمیساریانو ایران کې له افغانانو سره د شوي زورزیاتي په اړه پلټنې پيل کړې. د دغه وزارت خبرپاڼه وایي، دا څېړنې به تر هغو دوام وکړي چې د پېښې کره څرنګوالی معلوم شي او عاملینو سره‌یې عدالت وشي. د راپورونو له مخې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې ایران ۷۰ تنه افغان کارګر چې په قاچاقي ډول دغه هېواد ته اوښتي و، اوبو ته اچولي دي. په دوی کې د ۲۳ هغو د مړینې او ډوبېدو خبر ورکول شو. افغان حکومت دا عمل "وحشیانه" وباله او له ایران نه‌یې وغوښتل چې عاملین‌یې مجازات کړي.

Pa.azadiradio.com 

'داعش افغانستان کې وروستي بریدونه د طالبانو په همکارۍ ترسره کوي'

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، موندنو یې ښودلې چې داعش په افغانستان کې وروستي بریدونه د طالبانو په همکارۍ ترسره کوي. د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي دغه خبرې په کابل کې د پروني ډله‌ییز برید په سیمه کې یوه وېډیویي پيغام کې کړې دي. هغه زیاته کړه: "موږ چې وروستیو کې ځیني کسان نیولي، راته ښکاره شوې داعش او حقاني شبکه یو بل سره همکاري لري، شوی برید یو جنګي جنایت دی او ښيي چې طالبان هغو هوکړو ته ژمن نه‌دي چې کړې یې دي، طالبانو دا ژمنې په ټول افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو نقض کړې دي، موږ په ډاډ سره ویلی شو چې د دې برید مسؤل طالبان دي.

Mashaalradio.com 

خوست کې ۲۰ تنه مشکوک ترهګر نیول شوي

د خوست چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې ۲۰ کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي، چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.

Pa.azadiradio.com 

کابل او ننګرهار کې حملې په نړیواله کچه له سخت او تند غبرګون سره مخ شوې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه په خپل پیغام کې دا برید د "طالبانو او داعش کار" وباله او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته‌یې امر وکړ چې د خپلو خلکو د ساتنې لپاره له دفاعي حالت څخه یرغلیز حالت خپل کړي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اسرائیل ته په سفر کې د ایران پر فعالیتونو خبرې کوي

د اسرائیل د نوي حکومت له رهبرانو سره به د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر بحثونه، په منځني ختیځ کې د ایران پر بې‌ثباتوونکي چلند، په سوریه کې د ایران پر فعالیتونو او په لبنان کې له حزب‌الله ډلې سره د ایران د همکارۍ پر تحولاتو راڅرخي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د کرونا ویروس ۲۵۹ تازه پېښې ثبت شوې

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې دغه هېواد کې د کرونا ۲۵۹ تازه پېښې ثبت کړې دي. د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پېښې د څه باندې ۶۰۰ مشکوکو ناروغانو د معاینې په پایله کې ورته معلومې شوې دي. د ښاغلي مجروح په وینا، له دې سره په ټول هېواد کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر ۵،۲۲۶ ته پورته شو. تر اوسه شااوخوا ۶۰۰ افغانان بېرته له دې ناروغۍ جوړ شوي او ۱۳۲ نور مړه شوي دي. له دې سره عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا له خلکو وغوښتل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسیا بانک افغانستان سره ۴۰ میلیونه امریکایي ډالر وړیا مرسته وکړه

د اسیا پراختیایي بانک افغانستان سره د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ۴۰ میلیونه امریکایي ډالره وړیا مرسته وکړه. د افغانستان مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل چې یادو مرستو کې د ۱۵ روغتونونو او روغتیايي مرکزونو جوړول شامل دي چې ورسره به ۱۱۰۰ بستره نور هم زیات او د څارنې ځانګړې خونې هم په‌کې جوړې شي. هغه زیاته کړه چې د پنځو روغتیايي مرکزونو په بیا جوړونې برخه کې به هم مرسته وکړي چې هغو کې د ښځو او په ځانګړي ډول د امېندوارو ښځو لپاره روغتیایي مرکزونه شامل دي. د ښاغلي مسجدي... Читать дальше...