World News in Pashto

د نورستان د والي پر موټریز کاروان برید وشو

د نورستان د والي پر موټریز کاروان بريد شوى چې په کې يې يو ساتونکى وژل شوى او يو بل ټپي دى.


د نورستان والي حافظ عبدالقيوم څو شېبې وړاندې ازادۍ راديو ته وويل نن سهار له کابل څخه د جلال اباد په لور روان و چې شاوخوا ۷ بجې پرې د سروبي ولسوالۍ ماڼو سېمه کې وسله وال بريد وشو.


والي وايي، په بريد کې يې د هارون په نوم يو ساتونکى وژل شوى، يو ټپي شوى او نور چاته په کې زيان نه دى اوښتى.


تر اوسه کومې وسله والې د دې بريد مسئوليت په غاړه نه دى اخیستى.

Читайте на сайте