World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 21.06.2020

Mashaalradio.com 

نړيوال بينک له پاکستانه د خپل پور اخیستل ځنډولي دي

نړیوال بینک له پاکستانه د خپلو قرضونو اخیستل د روان کال تر پایه ځنډولي دي. د جون په ۱۹ مه د ياد بینک په ویبپاڼه خپرو شویو معلوماتو ترمخه پاکستان ته د ۲.۴۱ اربه ډالرو قرضونو اخیستل په دې مقصد ځنډول کېږي چې دا هېواد د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره زیات مالي وسایل ولري.

Pa.azadiradio.com 

د خوست محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته ورسېد

نن د یکشنبې ورځې ناوخته ماسپښین د خوست محبس لسګونو بندیانو چې له شنبې ورځې يې خولې د اعتراض په ډول ګنډلې وې، خپل اعتصاب پای ته ورساوه. دوی د بندیانو دوسیو ته پر وخت نه رسېدل، د بندیانو ناسم غذايي رژیم، خپلو کورنیو سره هغوی د ملاقاتونو اجازې نه ورکول، په دې محبس کې له اصلي ظرفیته د زیاتو کسانو استوګه او په محبس کې د نه‌شه يي توکو د پېر، پلور او کارونې ډېروالی د اعتصاب لاملونه وبلل. د بندیانو ستونزو او غوښتنو د اورېدو لپاره د خوست مرستیال والي په مشری یو پلاوی هم محبس ته ورغلی وو، چې د بندیانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتيکا کې د ژوند ژغورنې هڅې

د فياض رحمت په نوم يو ډاکتر خلکو ته وړيا روغتيايي خدمات وړاندې کوي او د مرکز ښرنې سربېره د پکتيکا ګڼو ولسواليو کې په خلکو ماسکونه او صابونونه ويشي څو له کرونا خوندي پاتې شي. فريد الله سعادت يې په اړه له پکتيکا دا راپور چمتو کړی دی:

Pa.azadiradio.com 

تخار چارواکي: د طالبانو په برید کې ۱۰ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي

د تخار سیمه‌ییز چارواکي په چاه اب ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په برید کې د ولسي پاڅون کوونکو د ۱۰ وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر نن یکشنبې ازادۍ راډیو ته وویل چې پاڅونوالو ته دا مرګ‌ژوبله په بېشتیک سیمه کې اوښتې. هغه زیاته کړه: "طالبانو تېره شپه لس بجې د چاه اب ولسوالۍ د بېشتېک سیمې پر پوستو چې ولسي پاڅونوال په کې دي برید وکړ، له دوه ساعته نښتې وروسته طالبانو ته هم درنه مرګ اوښتې ده خو له بده مرغه لس تنه پاڅونوال وژل شوي او دوه نور ټپیان دي."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا چارواکي: طالبانو یو افغاني الاصله سېک تښتولی

چارواکي وايي، طالبانو پکتیا کې افغاني الاصله سېک تښتولی دی. د څمکنیو ولسوال عبدالرحمن زرمتي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې نوموړی څلور ورځې وړاندې هغه مهال چې دې ولسوالۍ ته د خپل درمسال د زیارت او مذهبي مراسمو لپاره راغلی و، د دې ولسوالۍ د بابوخېلو سیمې اړوند د بنګښ له سیمې تښتول شوی. د یادې ولسوالۍ د ولسوال په وینا نوموړی د وسله والو طالبانو د یوې ډلې له لوري، چې د پاکستاني استخباراتو ملاتړ له ځانه سره لري تښتول شوی، خو په خبره یې د دې پېښې په تړاو تر اوسه ۵ مشکوک کسان هم نیول شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت: طالبانو په تېره یوه اوونۍ ۴۲ ولسي وګړي وژلي

افغان حکومت پر طالبانو تور لګولی چې په تېره یوه اوونۍ کې یې نږدې یونیم سل ملکي افغانانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د افغانستان د ملي امنیت شورا چې د روژې میاشتې له پیله د طالبانو له‌خوا د ملکي وګړو د وژنې په نوم اونیز راپورونه خپروي، نن یکشنبې په یوه بیان کې وايي، طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۲ ولسي وګړي وژلي او له ۱۰۵ زیات نور یې ټپیان کړي دي. په بیان کې راغلي چې ولسي وګړو ته ډېری دا مرګ‌ژوبله د سړک د غړې ماینونو په چاودنو، مخامخ جګړو او د طالبانو په هدفي حملو کې اوښتې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د وروستیو پېښو په تړاو افغان او ایراني چارواکو لیده کاته کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن په تهران کې له خپل ایراني سیال محمدجواد ظریف سره په ایران کې له افغان وګړو سره د ناوړه چلند د وروستیو پېښو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت  ویاند ګران هېواد رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي چې اتمر او ظریف د دې پېښو د تکرار د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه: "په غونډه کې تفاهم وشو چې د دواړو هېوادونو ګډې کاري کمېټې په سرحد او ایران کې دننه د وروستیو پېښو په اړه هراړخېز بحثونه وکړي، د هغو عوامل مالوم او تحقیقات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسپانیا کې یو میاشتنی بېړنی حالت پای ته ورسېد

په اسپانیا کې چې د کرونا ویروس له کبله سخت ځپل شوی، له یوې میاشتې راهیسې نافذ بېړنی حالت نن پای ته ورسېد. په دې ترڅ کې اسپانیا چې د توریزم یې سخت ځپل شوی دی له پرتګال پرته له نورو ټولو ارپايي هېوادونو سره خپل سرحدونه پرانیستل. د اسپانیا د اقتصاد په سلو کې څه باندې دولس د توریزم له عوایدو څخه ترلاسه کېږي. په همدې حال کې په لاتینه امریکا کې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده او په دې ترڅ کې په برازیل کې چې ۲۱۲ میلیون وګړي لري په 'کووید-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له یو میلیون او د مړو شمېر له ۵۰ زرو واوښت.

Pa.azadiradio.com 

ښايي د صربیا پارلماني ټاکنې واکمن محافظه کار ګوند وګټي

په صربیا کې خلک نن په هغو پارلماني ټاکنو کې رایې ورکوي چې د حکومت سیاسي مخالفینو تحریم کړي دي. تمه ده چې د دې ټاکنو نتیجه به د صدراعظم الکساندر ووچیچ په مشرۍ د واکمن ښي اړخي محافظه کار ګوند واکمني نوره هم پیاوړې کړي. تمه ده دا ګوند به چې له تېرو اتو کلونو راهیسې واکمن دی په سلو کې د شپېتو رایو او سوسیالیست ګوند چې د واکمن ګوند سره په ائتلاف کې شامل دی په دوهم مقام کې په سلو کې د لسو رایو په ګټلو بریالی شي. دا د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته په اروپا کې لومړنۍ ټاکنې دي. د رایو ورکولو پرمهال... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغانو ښځو د يوګا نړېواله ورځ ولمانځله

د جون پر ۲۱مه نېټه د يوګا نړېواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې کورونا وبا نړۍ ځپلې او د ژوند شاوخوا هره برخه يې اغېزمنه کړې ده. په کابل کې له يوې اوږدې مودې وروسته افغان ښځې د يوګا نړيوالې ورځې په مناسبت له کورونو راوتلې او ورزش يې کړی دی. ویډيويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د پکتیکا په جانيخېل او مټاخان کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي

چارواکي وایي، په پکتیکا کې ۸ وسله‌وال طالبان د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې وژل شوي دي. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین نن ازادۍ راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د پکتیکا ولایت په جانيخېلو او مټاخان ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو ډله‌ییزې حملې وکړې چې په ځوابي عملیاتو کې یې اووه تنه وسله‌وال ووژل شول. ښاغلي ارین زیاته کړه چې په عملیاتو کې د جانیخیلو ولسوالۍ په زیړې سیمه کې د طالبانو د غلچکیو بریدونو مسؤل او د مخابراتي سیستم جوړونکی طیب اغا هم وژل شوی دی. د ارین په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست غلام خان سوداګریز بندر سبا پرانیستل کېږي

تمه ده چې د خوست د غلام خان مهم تجارتي بندر سبا پرانیستل شي. افغان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د خوست والي ته د دې بندر د پرانیستو لارښوونه وکړه او نن رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا لاره سبا د چنګاښ په دوهمه د دواړه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ پرانیستل کېږي. غلام خان له تورخم او سپین بولدک وروسته د هېواد درېیم لوی بندر دی چې چارواکي یې د پرانیستو خبر ورکوي. افغان چارواکي وايي، د غلام خان لاره د پاکستان ستر سوداګریز بندر کراچۍ ته د نورو لارو پرتله نږدې ۴۰۰ کیلومتره لنډه ده.

Pa.azadiradio.com 

امنیتي چارواکي: د بلخ په چاربولک کې ۲ طالبان وژل شوي

شاهین قول اردود بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې د ۲ طالبانو د وژل کېدو او ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي چې د وسله‌والو طالبانو یوې لویې ډلې تېره شپه ناوخته د چاربولک ولسوالۍ د بر تیمورک سیمې پر پوستې حمله وکړه خو افغان ځواکونو شنډه کړه. په بیان کې یادونه شوې چې په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی.

Pa.azadiradio.com 

د چین پارلمان د هانګ کانګ لپاره د نوي اساسي قانون مسوده چمتو کوي

د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې په پام کې ده د چین پارلمان د هانګ کانګ د ملي امنیت د نوي قانون په اړه چې د مسودې د طرحې مهم جزئیات یې پرون د جون په شلمه خپاره شول په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره بحث وکړي. ټاکل شوې د چین د خلکو د ملي کانګرس کمېټه د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په دې اړه د بحث لپاره په پېکېنګ کې درې ورځنۍ غونډه پیل کړي. تمه ده دا قانون د جولای په لومړۍ نېټه چې له بریتانیا څخه چین ته د هانګ کانګ د سپارلو د ۲۳ مې کلیزې په مناسبت تصویب شي. د هانګ لپاره دا نوی قانون د چین امنیتي ادارو ته په هانګ کې د فعالیت اجازه ورکوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امنیتي مسئولین: خوست کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د خوست امنیتي چارواکي وايي، ۱۸ تنه وسله وال پرون وروسته له هغه ووژل شول چې پر افغان ځواکونو یې د خوست موسی خیلو د لویې لارې د بیارغونې پرمهال برید وکړ. د تندر قول اردو د رسنیو مسوول ایمل خان مومند نن یکشنبې ازادۍ راډيو ته وویل، طالبانو ته دا مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې پر افغان ځواکونو یې حملې وکړې. هغه زیاته کړه: "د دې لارې د پرانیستې په لړ کې وسله والو طالبانو په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول، په ټوله کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د یو پلاوي په مشرۍ تهران ته رسېدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ افغان پلاوی داسې مهال ايران ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې په ایرن کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند د کابل او تهران ترمنځ اړيکي ترينګلي کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

مزار شریف کې د بېنډيو حاصلات ۱۵زره ټنو ته پورته شوي

سږ کال د مزار شریف د بېنډيو حاصلات ۱۵زره ټنو ته پورته شوي دي. د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست اعلان کړی چې د دوي ارزونې په ګوته کوي چې سږکال د دغه ولایت د بېنډيو حاصلات د پام وړ زیاد شوي او دا به د بزګرو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي. د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست امر ذبیح‌الله زوبین وایې، تېرکال د بلخ د بېنډپو حاصلات ۱۴زره ا و ۴۹۶ متریک تنو ته رسېدل. د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست په وینا سږکال د بېنډیو حاصلات د تېر کال په پرتله نږدې ٦ سلنه زیات شوي دي. بېنډۍ د هېواد یو له هغو سبزیو یادېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: غبرګولي میاشت کې د ٤٠٠ زرو ټنو زيات واردات لرو

افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي، په غبرګولي میاشت کې د ٤٠٠ زرو ټنو زيات واردات لرل. د دغه وزارت ویاند اشرف حق شناس نن ازادي راډیو ته وویل چې د اوسپنې پټلۍ له لارې هېواد ته د توکو د لېږد بهیر هم روان دی. نوموړي وویل، چې د ۱۳۹۹ کال په غبرګولي میاشت کې تر ۷ زرو ٣٣٨ د توکو واګونونه په حیرتان-مزار شریف، تورغونډۍ او اقینې تمځایونو کې خالي او بار شوي دي. د ټرانسپورټ وزارت په وینا، دغو واګونونو شااوخوا ٤٢٢ زروه او ٧٤٤ ټنه مالونه هېواد ته وارد کړي، چې یوازې ١٨٧ زره او ٥٠٠ ټنه یې د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون خوراکي مواد جوړوي. Читать дальше...